د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تریتم کړو بلوڅانو د ستونزې هوارولو کې ناکامه یم


د بلوچستان اعلا وزیر ډاکټر عبدالمالک بلوڅ
د بلوچستان اعلا وزیر ډاکټر عبدالمالک بلوڅ

د یکشنبې پر ورځ په کراچۍ پریس کلب کې له رسنیو سره په خبرو ډاکټر مالک بلوچ وویل، چې دی د تريتم کړو خلکو د ستونزې په هوارولو کې پاته راغلی دی

کراچۍ :د پاکستان د بلوچستان صوبې وزیراعلا ډاکټر عبدالمالک بلوچ وايي چې ترڅو د تريتم کړو خلکو ستونزه نه وي ختمه شوې تر هغو د بلوڅ بېلتونپالو سره په خبرو اترو کې پرمختګ ممکن نه دی.


د یکشنبې یا اتوار په ورځ په کراچۍ پریس کلب کې له رسنیو سره په خبرو ډاکټر مالک بلوچ وویل، چې دی د تريتم کړو خلکو د ستونزې په هوارولو کې پاته راغلی دی .

"زه منم چې د تریتم کړو خلکو د ستونزې به حل کولو کې تراوسه بریالی شوی نه یم . زما له شورو راهیسې دا غوښتنه ده چې د ورکو خلکو په مسله ماته موقع او واک په کار دی ځکه چې ترڅو دا د ورکو خلکو ستونزه حل شوي نه وي نو په خبرو اترو کې پرمختګ نشي کیدلی"

په بلوچستان صوبه کې د امنیت په موضوع د یوې پوښتنې په جواب کې ډاکټر مالک بلوچ وویل د بلوچستان په ټوله صوبه کې بدامني نه ده بلکې ددغې صوبې په ځینو بلوچ میشتو سېمو کې د حکومت واک نشته. دی وایي د بلوچستان د بېلا بېلو برخو څخه د خرابو شویو مړو د موندنې لړۍ هم اوس کمه شوې ده.

نوموړي د روان کال د د سمبر په میاشت کې د بلوچستان په ستونزه د ټول ګوندیز کانفرنس د رابللو اعلان هم وکړو.

"د دسمبر په میاشت کې د جوړیدونکي ټول ګوندیز کانفرنس کې به په بلوچستان کې د فرقه ایز تاوتریخوالي او بلوچ مزاحمت کونکو په اړه تګلاره جوړوو. په دې لړ کې مونږ کوشش کوو چې هغو ټولو قوتونو ته ور شو او هغوي ته ووایو چې د بلوچستان ستونزه د خبرو اترو له لارې حل کړي"

د بلوچستان اعلا وزیر ډاکتر مالک بلوچ وویل دده حکومت په بلوچستان صوبه کې د پولیسو او خاصه دار ځواکونو د پیاوړتیا لپاره کار کوي او دوي په یاده صوبه کې یې د ایف سي د ۵۰ فیصده څخه زیات چېک پوسټونه ختم کړي دي.

د تریتم کړو بلوڅانو د راخوشې کېدو لباره د بلوڅانو یو لاریون له کوټې و کراچۍ ته روان شوی دی.
د تریتم کړو بلوڅانو د راخوشې کېدو لباره د بلوڅانو یو لاریون له کوټې و کراچۍ ته روان شوی دی.
XS
SM
MD
LG