د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تیرا مېدان ګڼ کډوال خپلو کلیو ته ستانه شول


د اېف ډي اېم اې مرستیال مشر حسیب الله وايي، چې تر اوسه کسان ۳۴ زره کډوال خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

د قبایلي سیمو لپاره له قدرتي ناورینونو سره د مبارزې اداره وايي، د سېپټېمبر له نیمايي له کواټ او کورمې د قبایلي سیمې خیبر ۳۴ زره کډوال خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.


ستنېدونکي کډوال وايي، ژمی راغلی دی او دوی په تیرا میدان کې کورونه نه لري، نو ورته دې خیمې او بسترې هم ورکړل شي.

د اېف ډي اېم اې په خبره ، د سږني کال (۲۰۱۳ز) د سېپټېمبر له ۱۵مې له تیرا میدانه د بې کوره شویو خلکو خپلو کلیو ته ستنېدل پېل شوي دي.

دا بې کوره شوي کسان د کواټ د جرمې او د کورمې له دراني کیمپونو خپلو کورونو ته ستنېږي.

د اېف ډي اېم اې مرستیال مشر حسیب الله وايي، چې تر اوسه کسان ۳۴ زره کډوال خپلو کورونو ته ستانه شوي دي. دی زیاتوي، چې د اکتوبر تر ۲۵مې دوی ۷۰۴۷ کورنۍ خپلو کلیو ته ستنې کړې دي. او له دوی سره مرستې هم کوي


خو له تیرا میدانه بې کوره شوی یو کس چې ګل خان اپریدی نومېږي وايي، د یخنۍ موسم راغلی دی او دوی په خپلو کلیو کې کورونه نه لري، نو ورته دې خیمې او بسترې هم ورکړل شي.
د قبایلي سیمو لپاره له طبیعي ناورینونو سره د مبارزې مرستیال مشر حسیب الله وايي، دوی دا پلان لري او د ملګرو ملتونو ادارې به د دې کډوالو د اوسېدو لپاره ورته خیمې او داسې نور شیان ورکړي.

د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې په تیرا میدان کې د حکومت پلوه انصار الاسلام او تحریک طالبان پاکستان وسله والو ډلو تر منځ نښتې پیل شوې چې له کبله یې په لسګونه زره خلک کورونو پرېښودو ته اړ شول.

تر دې وروسته پاکستاني پوځ په تیرا میدان کې عملیات وکړل او د دوی په خبره اوس یې سیمه له وسله والو پاکه کړې ده.
XS
SM
MD
LG