ولسمشر حامد کرزي او په افغانستان کې میشتو آیساف ځواکونو د غزني په اندړو ولسوالۍ کې پرونۍ بمي چاودنه چې پکې اتلس ملکیان ووژل شول، و غندله.
د غزني د والي مرستیال محمد علي احمدي مشال راډیو ته وویل، چې په دې چاودنه کې څوارلس ښځې، یو ماشوم او درې نارینه وژل شوي او پينځه ښځې هم ټپیاني دي.
دا پيښه هغه وخت و شوه چې د دې کسانو موټر پر یوه ښخ شوي ماین برابر شو.
اخوا د کونړ سیمه ییز چارواکي وایې، چې وسله والو طالبانو تیر ماښام په شیګل ولسوالۍ کې دوه تنه ملکیان حکومت ته د جاسوسۍ په تور په ډزو ووژل.
د یو بل خبر له مخې، د جوزجان امنیتي مسولین وایې افغان او بهرنیو ځواکونو د پوځي عملیاتو په نتیجه کې د آقچې لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوی ولسوال له دریو نورو کسانو سره نیولي.
د جوزجان د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالمنان روفي مشال راډیو ته وویل، چې دا عملیات اوس هم په یادي ولسوالۍ کې جریان لري.