د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې د ښځو ځورونې پر ضد مظاهره وشوه


په کابل ښار کې لسګونو ښځو نن په کابل ښار کې د ښځو او نجونو د ځورنې پر خلاف مظاهرو وکړه.
مظاهره کوونکي وايي چې د ښار په لارو او کوڅو کې ځینې نارینه ښځې او نجونې ځوروي چې دا کار د ښځو د پرمختګ مخه نیسي.
دوی له دولت نه وغوښتل چې ددې کار مخه ونیسي.
په دې مظاهره کې د ښځو د حقونو فعالانو او د مدني ټولنې د سازمانونو یو شمیر غړیو ګډون کړی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG