د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هلمند کې نښته، یو طالب قوماندان وژل شوی دی


چارواکي وايي هلمند کې د افغان پوڅ او وسله والو ترمنځ بيګا شوي جګړه کې د يو طالب قوماندان په ګډون لس وسله وال وژل شوي او شل نورټپيان دي.

د يو بل خبر ترمخه په کونړ کې چارواکي وايي چې بيګا د امريکايي ډرون جازونو په يو بريد کې د يو عرب جنګيالي په شمول دوه وسله وال وژل شوي او په يوه بېله پيښه کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو په نښته کې درې وسله وژل شوي.

د يو بل خبر ترمخه افغان چارواکي وايي درې توغندي هغه وخت د غزني پر مرکز ولګيدل چې د والي په دفتر کې يوه غونډه روانه وه خو چاته يې زيان نه دی اړول.
طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG