د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا حکومت دې ژر د بلدیاتي ټاکنو نېټه وښيي


مشر قاضي افتخار محمد چودري
مشر قاضي افتخار محمد چودري

مشر قاضي د پښتونخوا حکومت ته وویل چې ژر تر ژره دې د بلدیاتي انتخاباتو په لړ کې دې د نېټې اعلان وکړي.

پیښور: د شورو پر ورځ په سپریم کورټ کې د بلوچستان سند او پنجاب حکومتونو د بلدیاتي انتخاباتو د نېټو اعلان وکړو چې تر مخه به یې په سند صوبه کې په ۲۷م نومبر بلدیاتي ټاکنې ترسره کېږی او په پنجاب او بلوچستان کې به د دسمبر پر ۷مه نېټه کېږی خو د خیبر پښتونخوا سرکاري وکیل عبدالطیف یوسفزي له سپریم کورټه نور مهلت وغوښتلو چې د سپریم کورټ چیف جسټس افتخار محمد چودري ډېره سخته ناخوښی څرګنده کړه او ویې ویل چې ژر تر ژره دې د پښتونخوا حکومت د بلدیاتي انتخاباتو په لړ کې دې د نېټې اعلان وکړي.


دا چې په پښتونخوا صوبه کې ولې د بلدیاتي ټاکنو بهیر د ځنډ ښکار دی د دې پوښتنې په ځواب کې د بلدیاتو محکمې صوبايي وزیر عنایت الله مشال ریډیو ته وویل چې تر څو د بلدیاتي انتخاباتو لپاره قانوني مسوده د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ نه وي منظور شوی تر هغې دوی په پښتونخوا کې د بلدیاتي انتخاباتو لپاره نېټه نه شي اعلانولی.

نوموړی زیاتوي:

"موږ د خپل دریځ د وکیلانو په مرسته سپریم کورټ ته د تشریح کولو هڅې کوو، بهر حال د سپریم کورټ حکم منل پر موږلازم دی او د دې ټول هر څه په دوران کې موږ د مقامي حکومتونو لپاره د قانون منظورولو هڅه کوو او له هغه وروستو به په عملي توګه دا بهیر پیل شي"

د یادونی وړ ده چې د خیبر پښتونخوا حکومت د بلدیاتي انتخاباتو لپاره قانوني مسوده اسمبلۍ ته وړاندې کړې ده خو د مخالفو او واکمن ګوندونو ترمینځ پرې د اختلافاتو له وجې دا یوې منتخب کمیټۍ ته لیږدول شوې ده.

په سپریم کورټ کې د شورو پر ورځ د بلدیاتي انتخاباتو د مقدمې اورېدنې پر مهال چیف جسټس افتخار محمد چودری وویل، که چېرې په آئین باندې عمل و نه شو او په هیواد کې بلدیاتي ټاکنې ترسره نه شوې نو ذمه وارې ادارې او صوبايي حکومتونه دې د دې سرغړونې آئیني نتیجو زغملو ته ځان تیار کړي.
XS
SM
MD
LG