د لاسرسي ځای

تازه خبر

جرمني له امریکا احتجاج وکړ


جرمني پر هغو تورونو د احتجاج په توګه د امریکا سفیر ورغوښتی چې ویل کېږي د امریکا استخاراتو د جرمني د چانسلرې انګلیا مېکل ټلیفون څارلی وو.


د جرمني د حکومت یو داسې ویاند چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی ، نن ویلي ، د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ګیدو ویسټروېلې به له امریکايي سفیر جان ایمرسن سره ملاقات کوي.

د سفیر وربلل د امریکا او جرمني په اوږدمهاله اړیکو کې یوه ډېره غیره عادي خبره ګڼل کېږي.
د چارشنبې په ورځ اینګیلا مرکېل هم پر دې مسله د امریکا ولسمشر بارک اوباما ته شکایت وکړ.

د جرمنی د حکومت ویاند ( سټیفین سي بیرټ ) وویل مېرکل اوباما ته ویلي چې که دغه کار ثابت شي نو دا به د دوي تر منځ له اعتماده لویه سر غړونه وي.

سپینی ماڼی ویلي ، اوباما مېرکل ته ډاډ ورکړی چې د امریکا استخباراتو د هغی د موبایل ټیلفون رابطې نه دي څارلي.

د امریکا د استخباراتو یو پخواني کارکوونکي په ډاګه کړه چې امریکايي حکومت په نړۍ کې په پراخه کچه د ټلیفون او انټرنیټ ریکارډونه راغونډوي.
XS
SM
MD
LG