د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان ملاتړ نه پرېږدو


د ناټو عمومي مشر اندرې فوغ راسموسین
د ناټو عمومي مشر اندرې فوغ راسموسین
د ناټو عمومي مشر اندرې فوغ راسموسین وايي، د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به هم د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي.

نوموړي دا خبرې د چارشنبې په روځ په برسلز کې د ناټو د غړو هیوادونو د دفاع د وزیرانو تر غونډې وروسته له خبریالانو سره وکړې.

اندرې فوغ راسموسن وویل، ناټو او ملګري به یې له ۲۰۱۴م کاله وروسته هم له افغانستان سره سیاسي او مالي ملاتړ ته دوام ورکړي.

خو هغه دا هم ویلي چې افغانستان هم باید د اصلاحاتو په حقله پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

راسموسن وویل هیله لري چې ناټو او کابل پر امنیتي تړون سلا شي چې له ۲۰۱۴ م کال وروسته په افغانستان کې د ناټو موجودیت ته قانوني لاره هواره کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG