د لاسرسي ځای

تازه خبر

سږنی ژمی به طالبان جګړه وکړي


د طالبانو موخه د راتلونکي کال د ولسمشریزه انتخابات او د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وړاندې ګډ وډي رامنځ ته کول دي.

نیو یارک ټایمز ورځپاڼه لیکي یو لوړ پوړي امریکايي پوځي چارواکي د نهې پر ورځ خبرداری ورکړی چې کیدای شي په راتلونکي ژمي کې د وسله والو ډلې په افغانستان کې د تشدد یو غېر معمولي جارحانه کمپېن شورو کړي.


د هغه په خبره مقصد ېې د راتلونکي کال د صدارتي انتخاباتو او د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وړاندې ګډ وډي رامنځ ته کول دي. ورځپاڼه ليکي په راتلونکي ژمي کې ممکنه ده وسله والې ډلې د اثر اچولو خپل پخواني کمپېن ته دوام ورکړي.

د نېټو د دفاع د وزیرانو د غونډې په څنډه کې امریکايي پوځي چارواکي په مرکه کې وویل چې د استخباراتو او د افغانستان په رپورټونو کې د 2014م کال په په اپرېل کې د الیکشن د ګډوډلو په مقصد د وسله والو د ممکنه هڅو خبره شوې ده.

ورځپاڼه ليکي د نهې پر ورځ د لوړپوړي امریکايي چارواکي لخوا یادې خبرې دې طرف ته لومړۍ اشاره ورکوي چې طالبان هم دغه رایو ته د یو مهم سټراټيژيکي پړاؤ په سترګه ګوري. دا تر دې حده ده چې په دې د توجو ورکولو لپاره وسله وال خپله عمومي کاروايي بدلول غواړي.

ورځپاڼه ليکي ناټو د افغان ځواکونو د تربیت او مرستې لپاره د پاتې کېدونکو امریکايي ځواکونو شمېر له اتو زرو تر دولس زرو 12000 پورې ښيي. تمه کیږي چې د دغو ځواکونو په دریو کې دوه برخې به امریکایان وي. خو داسې فکر کېږي چې هېڅ یو اېتلافي هېواد به په هغه صورت کې د مشن برخوال نه شي که چېرې د امریکا او افغانستان تر منځ نوی امنیتي تړون امریکايي ځواکونو ته په هېواد کې د پاتې کېدلو اجازت ورنه کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG