د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خېبر یوه بله ماشومه ګوزڼ ووهله


له دې سره په خېبر کې سږ کال د ګوزڼ د کیسونو شمیره لسو ته ورسیده. چارواکي وایي د امنیت د خرابې وضعې له عمله ماشومانو ته د ګوزڼ څاڅکې نه رسېږي.

د خېبر ایجنسۍ د صحت محکمې چارواکي وایي چې د تیرا په جړوبي سیمه کې د اُمت خان نومې تن د یوې اتو میاشتو ماشومې لور ته د ګوزڼ ناروغي لګیدلې ده، چې له دغې سره په په خېبر ایجنسۍ کې په روان کال کې دګوزڼ د کیسونو شمیره لسو ته ورسیده. چارواکي وایي د امنیت د خرابې وضعې له عمله ماشومانو ته د ګوزڼ څاڅکې نه رسېږي.


دوی وایي چې د تیرا جړوبي کلۍ هم د باړې په شان په هغې سیمو کې راځي، چېرته چې د امنیت د خرابې وضعې له امله و ماشومانو ته ګوزڼ څاڅکي نه دي رسېدلي. د دې ماشومې کورنۍ هم وایي چې دوی ورته د ګوزڼ ضد څاڅکی نه دی ورکړي.

د ایجنسې سرجن ډاکټر سمین مشال ریډیو ته د دې نوې کیس په اړه وایي:

"د جړوبي نه موږ ته راوړل شوې وه، چې ورته ګوزڼ لګیدلې وو، اوس موږ اسلام اباد ته لېږلې، د هغه ځایې نه یې تصدیق شوی دی، چې دغې ماشومې ته ګوزڼ لګېدلی. موږ سره لس کیسونه په روان کال کې راغلي، دا یو تازه د تیرا نه او نور د باړې سیمې نه رپوټ شوي دي."

د خېبر ایجنسۍ باړې سیمې سره تعلق لرونکۍ یو مشر سلیم خان وایي چې دوی د ګوزڼ ضد کمپاین کې د حکومت سره هر ډول مرستو ته تیار دي:

"دا زموږ د بچو د مستقبل خبره ده، نو موږ به په دې لړ کې له حکومت سره هر قسمه مرسته کوو."

دا چې اوس د خېبر ایجنسۍ د صحت محکمې چارواکې په دې سیمو کې د ګوزڼ ضد کمپین لپاره څه ګامونه پورته کوي؟ په دې اړه د ایجنسۍ سرجن ډاکټر سمین وویل چې دوی په دې وروستیو کې په باړه او تیرا کې خصوصي کمپین شورو کړی دی او د امنیتيی ځواکونو په مرسته به یې جارې ساتي:

"موږ د هغه سیمو لپاره خصوصي مهم پیل کړی، چې په تیرو څلورو کالو کې د امنیت د خرابې وضعې له عمله دغلته ماشومانو ته د ګوزڼ څاڅکې نه دي ورکړل شوي. لومړی مو په سېپتیمبر کې وکړؤ او اوس به په روانه میاشت کې بیا د ګوزڼ مهم چلوو."

د خېبر ایجنسی د حفاظتی ټیکو د پروګرام د دفتر د وینا تر مخه دوی د باړې او پېښور ترمنځ له باړې بې کوره شوو خلکو لپاره هم د ګوزڼ ضد څاڅکو ګرځنده مرکزونه جوړ کړي دي، چې دا شان له تیرا چې کوم خلک بې کوره شوي دي، او اوس خپلو سیمو ته ستنېږي، د هغوې لپاره یې هم په کوهاټ جرمه او د کرمې په دراني کډوالو کېمپ کې ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکو ورکولو بندوبست کړی دی.
XS
SM
MD
LG