د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکا: پنځه تنه وسلوال وژل شوي او څلور نیول شوي



تېره ورځ ماسپښین مهال د پکتيکا ولايت د ګومل په سرحدي ولسوالۍ د زمين توی په سيمه کې افغان پوله ساتونکو پولیسو د يوه کمين په ترڅ کې پنځو وسلوالو ته مرګ ژوبله اړولې او څلور وسلوال مخالفين يې ژوندي نيولي دي، همدرانګه سرحدي پولیسو له دوی څخه یوه اندازه وسلې او نقلیه وسایط هم نیولي دي. په نښته کې ملکي وګړو او يا هم پوله ساتوونکو پوليسو ته زيان ندی اوښتی.


د یو بل خبر له مخې د خوست ولایت مطبوعاتي دفتر مشال راډیو ته په رالېږلې خبر پاڼه کې په یاد ولایت کې د حقاني شبکې د پنځو تنو جنګیالیو د نیولو خبر ورکړی دی.

یادې سرچینې ویلي، چې نیول شوي کسان د حقاني ډلې فعال غړي وو، چې د ملي امنیت د موظفینو له خوا د خوست په مربوطاتو کې نیول شوي دي.

د یاد پيښو په اړه کومې وسلوالې ډلې رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو تېره ورځ وسلوالو طالبانو پر افغان ځواکونو باندې په پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د یو شمېر بریدونو ادعا کړې او ویلي يې دي، چې په یادو بریدونو کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG