د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا کې د ترهګرۍ ضد نوی ځواک جوړېږي


نوي پلان کې د زندانونو امنیت سمبالولو لپاره بېل ځواک جوړول، د بارودو معلومول او د تره ګرو د لټون لپاره د جلا جلا روزنیزو مرکزونو منظوري ورکړل شوې


د خېبر پښتونخوا حکومت په صوبه کې د ترهګرۍ مخنیوي او تلپاتې امن راوستلو په موخه یو بېل د ترهګرۍ ضد ځواک جوړولو او د یو شمېر نورو امنیتي پلانونو منظوري ورکړې چې، د صوبې د کورنیو چاورو سیکرېټري سید اختر علي شاه یې سپارښتنه کړې وه.


په نوي منظور کړل شوي پلان کې د زندانونو امنیت سمبالولو لپاره بېل ځواک جوړول، د بارودو معلومول او د تره ګرانو د لټون لپاره د جلا جلا روزنیزه مرکزونو منظوري ورکړل شوې ده.

د دفاعی چارو کارپوه او د پاکستاني پوځ پخوانی بریګېډیېر سید نذیر مشال ریډیو ته وویل، په کار ده په دې ځانګړي ځواک کې تعلیمیافته ځوانان وګمارل شي، چې په اسانه ورته د جدیدو وسلو کارولو تربیت ورکړل شي

چې نوی ځواک جوړل غواړي، نو په کار ده چې هغوی ته به جدیده وسله هم ورکول کېږي او د رابطی کولو لپاره به یو ښه استخباراتي نظام هم جوړېږي او پر وخت خپل ځای ته د رسېدو لپاره به یو ذریعه هم ورکوي خوا که هغه هېليکاپټر وي هم، او د دې لپاره تر کال یو نیم کال پورې پیاوړې روزنې ته اړتیا ده. او دا کار یوازې ښه تعلیمیافته ځوانان کولای شي.


د کورنیو چارو محکمې د خبرپاڼې له مخه د خېبر پښتونخوا حکومت په پېښور، مردان صوابۍ او لکي مروت کې د نویو پولیس تاڼو او پولیس لائنز منظوري هم ورکړې ده او د ملګرو ملتونو په مرسته په ملاکنډ ډویژن کی د امن امان د پر ځای کولو او د قانون د بالادستۍ لپاره د منصوبې منظوري هم ورکړې ده.
XS
SM
MD
LG