د افغانستان جمهوري ریاست له امریکا سره د امنیتي او دفاعي تړون په اړه د جوړیدونکي مشورتي لویې جرګې د امنیت د ټينګولو په هدف یوه نوې امنیتي کمیټه جوړه کړه.
د وزیرانو شورا د چارو ادارې د خبرپانې له مخې د دفاع، کورنیو چارو د وزارتونو او د ملي امنیت د عمومي ریاست د دې ګډې کمیټې مشري د ملي امنیت سرپرست رحمت الله نبیل کوي.
پخوا د کورنیو چارو د امنیتي مرستیال ایوب سالنګي په مشرۍ یوه بله کمیټه هم جوړه شوې وه خو ښاغلی سالنګي د یادې کمیټې د مرستیال په توګه معرفي شوی دی.
ټاکل شوې ده مشورتي لویه جرګه د عقرب یا لړم په آخرو کې جوړه شي او پکې به بېلابیلو ډلو څخه درې زره کسان ګډون و کړي.