د لاسرسي ځای

تازه خبر

د برسلز غونډه به د ملي پوځ پر وړتیا غږېږي


د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې د ناټو سازمان د غړو هیوادونو دفاع وزیرانو په غونډه کې به له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د ملي پوځ د وړتیاو (ظرفیتونو) په اړه خبرې وشي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي مشال راډیو ته وویل، چې جنرال بسم الله محمدي په دې غونډه کې د ګډون لپاره نن بلجیم ته ولاړ.

دا غونډه سبا د سېشنبې پر ورځ د بلجیم په مرکز بروکسل کې جوړیږي.

ټاکل شوې ده په دې دوه ورځنۍ غونډه کې به یوه ورځ د افغانستان په اړه هم بحثونه و شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG