د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وژل شویو پولیس کورنیو د پښتونخوا حکومت ضد لاریون


د وژل شوو پولیس سرتېرو کورنیو د حکومت پر ضد په احتجاج کې د خپلو خپلوانو مړي د بالا حصار کلا سره نزدې پر سړک اېښي ول.

د خېبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې پر دلزاک سړک پر یوې امنیتي پوستې بیګا شپه وسله والو برید کړی چې پکې څلور پولیس وژل شوي او نور دوه ژوبل دي.


د وژل شوو پولیس سرتېرو کورنیو د حکومت پر ضد په احتجاج کې د خپلو خپلوانو مړي د بالا حصار کلا سره نزدې پر سړک اېښي ول.

د مشال ریډیو خبریال وایي، له احتجاجیانو سره د صوبايي او مرکزي حکومت هېڅ یوه غړي لیده کاته نه دي کړي، خو د خېبر پښتونخوا وزیراعلا پروېز خټک په خپل یوه خپاره کړي بیان کې د وژل شوو پولیس سرتېرو پر وژنه خپګان ښودلی دی او د هغوی قرباني یې ستایلې ده.

بلخوا د عوامي نیشنل ګوند غړي او د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو پخواني وزیر افتخار حسین د وژل شوو کورنیو سره لیدلي دي.

مشال راډيو ته په رالېږلي یوه بیان کې انصار المجاهدین نومې وسلوالې ډلې د پولیس سرتېرو د وژنې پړه منلې ده.
XS
SM
MD
LG