د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې سده ښځه ډاکټره نه لري


د سدې محمد الیاس مشال راډيو ته وویل، دا ډېره د خپګان خبره ده چې په روغتون کې له اوږدې مودې راهیسې ښځه ډاکټره نشته

مشال راډيو

په قبایلي سیمې کورمه کې د سدې اوسېدونکي وايي، په روغتون کې یې د ډاکترانو کموالي له روغتیايي ستونزو سره مخامخ کړي دي.


د سدې محمد الیاس مشال راډيو ته وویل، دا ډېره د خپګان خبره ده چې په روغتون کې له اوږدې مودې راهیسې ښځه ډاکټره نشته:

(( په موجوده وخت کې د سدې په هسپتال کې د ډاکټرانو ډېر زیات کمی دی، زیاتر تکلیف د امېدوارو ښځو دی. د یوې [ښځې چې بچی پیدا کېږي] نو چې کله زیات تکلیف په راشي نو بیا هغه کواټ یا یې پېښور ته بوځي. نو دا ډېره مشکله خبره وي.))

د روغتیا ادارې له رېکارډ سره سم، په کورمه کې د بنیادي صحت ۲۲ مرکزونه او له ۷۰ زیاتې ډېسپېنسریانې دي. په ټوله اېجنسۍ کې درې لوی روغتونونه دي چې په کې له ۵۰ زیات ډاکتران کار کوي.

د سدې تحصیل هیډکوارټر هسپتال انتظامیه وايي، دوی هره ورځ، په اوسط ډول، ۶۰۰ مریضان ګوري. د دې مریضانو درملنې لپاره په روغتون کې یوازې اته ډاکتران دي.

په دوی کې یو د ماشومانو ډاکتر، بل هغه طبي متخصص یا میډیکل سپېشلېسټ دی او نور عام ډاکتران دي.

د میرباغ کلي محمد طاهر وايي، دوی چې خپل ناروغان روغتون ته یوسي نو کار یې په خنډ او ځنډ کېږي:

((ما هسپتال ته خپل مریضان راوستي دي. دلته له درو ورځو نه زه کله یو ډاکتر ته ځم او کله بل ته. خو ګڼه ګوڼه پرې ډېره زیاته ده او که اوس لاړ شم نو بیا سبا راته لمبر نه مېلاوېږي.))

یو قبایلي مشر حاجي عبدالولي خان د روغتیا ادارې له چارواکو غوښتنه کوي چې د زرګونو ابادۍ په تناسب د ډاکترانو شمېر ناکافي دی.

دی غوښتنه کوي چې دوی ته دې نور ډاکتران هم ور واستول شي: ((د دې هسپتال لپاره ډېره لویه علاقه ده. [مرکزي او کوزه کورمه] هم د دې هسپتال [په سیمه] کې راځي. په سیمه کې د نا امنۍ له وجې د هسپتال ډاکترانو خپلې دندې پريښې وې، خو اوس په سدې کې امن راغلی دی او حالات ښه شوي دي نو په کار دا دی چې هغه ډاکتران چې [تللي] دي هغه دې واپس راشي. که چېرې واپس نه راځي نو موږ له انتظامیې او حکومته غوښتنه کوو چې د هغوی پر ځای نور داسې سپېشلېسټ ډاکتران دې راوستای شي چې د غریبانو خلکو د صحت ستونزې ورباندې حل شي.))

مشال راډیو د خلکو د دې ستونزو په اړه د روغتیا ادارې له مشر اېجنسي سرجن ډاکتر عنایت الرحمان سره خبرې وکړې. هغه وویل، دوی کار پیل کړی دی او په راتلونکې یوې اوونۍ کې به د ډاکترانو کموالي ستونزه هواره کړي:

((هسپتال ته [د ماشومانو ناروغیو متخصص] راغلی دی خو بل د یوه سرجیکل سپېشلېسټ (د جراحۍ ماهر) ضرورت دی نو په هغې کې کار روان دی او په یوه هفته کې به هغه هم خپله دنده سمباله کړي. هم دا راز نور ډاکتران دي لکه د ښځو ډاکتره، هسپتال ته د هغوی د راوستو لپاره هم هلې ځلې روانې دي او زموږ د ډېپارټمېنټ ډایرېکټر (د څانګې مشر) هم غواړي. نو انشا الله ډېر ژر به د هسپتال دا ستونزه حل شي.))

د کورمې د خلکو له وینا سره سم، د سدې په روغتون کې د ډاکترانو شمېر له شپږو کالونو راهیسې کم دی. د نړیوالو ادارو او ملګرو ملتونو له بېلا بېلو رپورټونو سره سم، په قبایلي سیمو کې د روغتیايي اسانتیاوو نه شتون له کبله اکثر داسې کېږي چې مریض لرې ښارونو ته تر رسولو مخکې مړ شي. په دوی کې د ماشوم زېږوونکو ښځو شمېر زیات دی.
XS
SM
MD
LG