د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې نښته، ۱۶ وسله وال وژل شوي دي


افغان چارواکي وايي چې د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې د نښتې پر مهال ۱۶ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د ننګرهار ولايت له مطبوعاتي دفتره مشال راډیو ته په را استول شوي پيغام کې ويل شوي چې د سرحدي پوليسو د مالوماتو له مخې د یکشنبې پر شپه د خوګياڼو ولسوالۍ د ننګيالي په سرحدي چاوڼۍ جګړه شوې چې پکې يې ۱۶ تنه د دولت وسله وال مخالفين وژل شوي.

د بیان تر مخه، سرحدي پوليسو ته په کې کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د خوګياڼو ولسوال محمد اسلم الله يار مشال راډيو ته وويل چې د خوګياڼو ولسوالۍ وزيرو سيمه کې د یکشنبې له شپې راهيسې جګړه روانه ده چې تر اوسه په کې ۱۲ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او زياتوي چې د ژوبلو کسانو په اړه ورته مالومات نه دي رسېدلي.

بلخوا د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي رسنيو ته په يوه استول شوي پيغام کې ويلي چې د اتوار یا یکشنبې مازيګر ۴ بجې د خوګياڼو ولسوالۍ د وزيرو سيمه کې د داخلي عسکرو پر بېس یا اډې وسله وال بريد وشو چې پکې يې ۵ تنه عسکر وژل شوي او ۷ تنه يې ټپيان شوي دي.

قاري يوسف احمدي خپلې غاړې ته د ۲ تنو د وژل کېدو او ۴ تنو د ټپي کېدو خبر هم ورکوي.

دی وايي، د اډې يوه برخه يې له حکومته نيولې ده .خو ازادې سرچینې د دې ادعا پخلی نه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG