د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شام محاصره شوي ښارګوټي ته دې مرستې ورسول شي، م م


د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشرې د مشق ته نزدې هغه سیمه کې چې د میاشتو راهیسې د شامې پوځ لخوا محاصره ده د شخړو د ودرولو غوښتنه کړې ، چې دغلته ولسې خلکو ته خوراک او طبي مرستې ورسول شي .


والري اموس د شنبې پر ورځ وویل، که څه هم د معظمیه الشام په نوم له دې ښارګوټې نه تیره اوونۍ درې زره کسان وتلي دي ، خو په همدې شمیر نور دغلته په جګړه کې ګیر پاتې دي.

نوموړې وویل پرله پسې بریدونو ، ډزو او جګړې د مرستو رسونکو مخه نیولې چې په سیمه کې ګیر خلکو ته ځان ورسوي.

نوموړې ټینګار وکړ چې یوازې معظمیه ښارکوټی نه دی چیرې چې ولسي خلک محاصره شوې او د مرګ تر حده وږي دي ، بلکې د ګڼو نورو ښارونو یادونه یې هم وکړه چې ددې په وینا عام خلک پکې محاصره دي او ضروري بشري مرستو ته اړ دي.

معظمیه الشام تر ډیر د هغو یاغیانو په ولکه کې سیمه ده چې د بشارالاسد د رژیم خلاف جګړه کوي.
XS
SM
MD
LG