د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان و تاجکستان د همکارۍ سندونه لاسلیکوي


د افغانستان او تاجکستان ولسمشران به د همکاريو دوه اړخيز سندونه لاسليک کړي.

ټاکل شوې په همدې موخه د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د ګل په ورځ په رسمي سفر تاجکستان ته ځي.

د تاجکستان د اویستا خبري اژانس د راپور له مخې ولسمشر کرزی به په دوشنبې ښار کې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره وویني او په خپلو کې به د همکاريو سندونه لاسليک کړي.

تاجکستان په ۱۹۹۲م کال د پخواني شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته خپلواکي ترلاسه کړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG