ملالې د برتانیې له ملکې اېلېزبېت سره ولیدل
د تعلیم مبارزې ملالې یوسفزۍ په لندن کې د برتانیې له ملکې اېلېزبېت سره ولیدل. نوموړی د جمعې پر ورځ له خپلې کورنۍ سره بکېنګم ماڼۍ ته ورغلې وه. ملاله یوسفزۍ تېر کال د اکتوبر پر نهمه نېټه وسله والو طالبانو پر سر ویشتلې وه او بیا د علاج لپاره برمېنګم ته واستول شوه. نوموړې تر ننه هم هلته اوسي. نور تفصیل د رویټرز خبري اژانس په دې ویډیو کې.