د رای ورکولو دکارټونو خرڅلاو هم پیل شو
په داسې حال کې چې دافغانستان دجمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو راتلونکو انتخاباتو ته لا څو میاشتی پاته دي او ددغو انتخاباتو دامنیت په اړه جدي اندیښنې شته ، په ځینو سیمو کې د رای ورکولو دکارټونو خرڅلاو هم پیل شوی چې چارواکي او څارونکي یې اندیښمن کړي دي. دافغانستان دانتخاباتو کومیسیون وایی چې دوی درایې ورکولو دکارټونو په خرڅلاو خبر او سخت پرې اندیښمن دي خو ددرغلیو دمعلومولو او مخنیوي لپاره ځانګړي اقدامات لري