په کندهار کې په يوه موتر بمي چاودنه کې یو تن وژل شوی اویو بل کس ژوبل دی .
د کندهار د والي ویاند جاوید فیصل مشال راډیو ته وویل:دغه چاودنه پرون د چارشنبې په شپه شاوخوا اته بجې د کندهار په سرپوزې سیمه کې د ریموټ کنټرول په واسطه شوې ده چې یو ملکي کس پکې وژل شوی او یو تن پولیس ټپي دی.
ښاغلي فیصل زیاته کړه د دې چاودنې هدف د پولیسو رنجر موټر و.
تر اوسه چا د دې حملې مسوولیت نه دی منلی.