د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بشري حقونو کمیشن د ورکو سواتیانو مالومات غوښتي


د سوات ښځو د پاکستان پوځ پر ضد مظاهره کړې ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:33 0:00

د سوات ښځو د پاکستان پوځ پر ضد مظاهره کړې ده

په سوات کې د پوځ پر ضد د مظاهرې مشرې جان سبا له مشال راډیو سره د خبرو پر وخت تور پورې کړی وو چې د دوی د کورنیو ۶۵۰۰ غړي له پوځ سره دي

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د مشال راډیو په ذریعه د خیبر پښتونخوا په خلکو غږ کړی دی چې د پوځي عملیاتو پر وخت یا په نا امنه سیمو کې د خپلو ورکو شویو کسانو په اړه دې ورته ټول مالومات ورکړي چې دوی یې د خوشې کولو له پاره هلې ځلې وکړي.


دا خبره د بشري حقونو د کمېشن مرستیال مشر شېر محمد نن له مشال راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وکړه.

”موږ پر هغو ټولو خلکو غږ کوو، چې موږ ته دې د خپلو ورکو خپلوانو مالومات راکړي، د هغوی نومونه، شناختي کارډ، تصویرونه راته وسپاري، چې دغه ډول یې د حقونو لپاره پر مختلیفو فورمونو اواز اوچت کړو . “


د جمعې پر ورځ په سوات کې ښځو د پاکستان پوځ پر ضد د یوې مظاهرې او لاریون پر وخت پر پوځ تور پورې کړ چې له تېرو پینځو کالونو راهیسې یې د دوی د کورنۍ غړي له ځانه سره ساتلي دي او نه یې د مړو پته لګي نه د ژوندیو.

په سوات کې د پوځ پر ضد د مظاهرې مشرې جان سبا له مشال راډیو سره د خبرو پر وخت تور پورې کړی وو چې د دوی د کورنیو ۶۵۰۰ غړي له پوځ سره دي:


” دا هغې پښتنې ښځې دي، چې چا یې غږ نه اورېدلی، ۶۵۰۰ کسان ورک دي، چې د مړو ژوند یې هېڅ پته نه لګېږي. “

خو د بشري حقونو کمېشن مرستیال مشر شېر محمد وايي، د دوی د شمېرې تر مخې په ټوله پښتونخوا کې شا و خوا ۲۰۰۰ کسان ورک شوي دي:

” زموږ مالومات کېدای شي سم نه وي، دغه د ۶۵۰۰ کسانو د ورکېدو په باب له موږ سره مالومات نه شته. خو موږ ته د دوو او درو زرو کسانو په اړه مالومات راغلي دی. او دا زه د سوات خبره نه کوم، بلکې د ټولې پښتونخوا خبره کوم. “


شېر محمد زیاته کړه چې کمېشن په بیا بیا د استخباراتي ادارو او پوځ په لاس د خلکو د ورکېدو او ګرفتاریو په اړه خپلې اندېښنې ښودلي دي او دا یې ویلي دي چې په هیواد کې ایین او قانون موجود وي نو بیا هیڅ اداره یا ډله دا واک نه لري چې عدالت ته له وړاندې کېدو پرته خلک له ځانه سره وساتي.

پر دې موضوع مو د پاکستان پوځ د عامه اړیکو یا آی اېس پي آر له دفتر سره رابطه وکړه. هلته د بهرنیو رسنیو له پاره د څانګې مشر کرنل عابد علي عسکري مشال راډیو ته وویل چې دا خبره بالکل بې بنسټه ده چې ګواکې دوی ۶۵۰۰ کسان له ځانه سره ساتلي دي.

عسکري د حیرانتیا په ښودو سره وویل چې دوی په سوات کې د ښځو له احتجاجه هیڅ خبر نه دي او زیاته یې کړه چې د ۲۰۰۹ز کال تر پوځي عملیاتو وروسته دوی په سوات، دیر او بونیر کې ډېر پرمختیايي کارونه کړي دي.
XS
SM
MD
LG