د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات ښځو د پاکستان پوځ پر ضد مظاهره کړې ده


د سوات ښځو د پاکستان پوځ پر ضد مظاهره کړې ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:33 0:00

د خیبر پښتونخوا د سوات کبل تحصیل ښځو د خپلو کورنیو غړو د بې درکه کېدو پر ضد مظاهرې کړې دي. دوی پر پاکستاني پوځ تور پورې کړ چې د پوځي عملیاتو پر وخت یې د دوی په زرګونه کسان نیولي دي چې تر دې دمه لا ورک دي. د جمعې پر ورځ په لسګونه ښځو د لاریون پر وخت وویل، د دوی د کورنۍ غړي یا خو پوځ نیولي او یا هم د سیمه ییزو امن کمېټیو په ذریعه یې پوځ ته ځان سپارلی وو خو تر ننه یې نه د مړ پته لګي او نه د ژوندي. د دې ښځو مشرې جان سبا وویل: ((موږ ټول د سوات پښتانه یو. زه د دې مشن مشره یم. دا هغه پښتنې ښځې دي چې چا یې اواز نه دی اورېدلی. ۶۵۰۰ کسان دي چې ورک دي. دا ټول طالبان خو نه ول.)) دې وویل، په سوات کې دا ټول کارونه د ذاتیاتو یا د کورنیو د دښمنیو په نتیجه کې شوي دي. جان سبا زیاته کړه چې پوځ ورته ګواښ کړی دی چې که مظاهره یې وکړه نو د کورنۍ غړي به یې ووژل شي او ورته به یې مړي په کوڅو کې ورګوزار کړي. د لاریون یوې بلې برخوالې وویل: ((زما زوی دی. نوم یې ولي الرحمان دی. له دې روژې یې پینځم کال پیل شو. نه یې له مرګه خبره یم نه له ژونده.)) نور تفصیل د نیاز احمد خان په دې ویډیو کې وګورئ.

XS
SM
MD
LG