د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ترهګرۍ ضد ځانګړی ځواک جوړوو. نواز شریف


پېښور: د پاکستان وزیراعظم نواز شریف پېښور کې د غونډې پر مهال. ۱۰اکتوبر ۲۰۱۳
پېښور: د پاکستان وزیراعظم نواز شریف پېښور کې د غونډې پر مهال. ۱۰اکتوبر ۲۰۱۳

نواز شریف وویل، په پاکستان کې د تره ګرۍ ضد یوه روزل شوې اداره نشته او په ټولو صوبو کې یې د تره ګرۍ ضد ځانګړو ځواکونو جوړولو کار پیل کړی دی


پېښور: وزیر اعظم میا نواز شریف د پېښور د دوری پرمهال ویلي دی چې دوی د ترهګرۍ د مقابلې لپاره د ځینو مهیمو فیصلو وروستو پېښور ته راغلل او هغه دا چې په ټول هیواد کې د تره ګرۍ د مقابلې لپاره دوی روزل شوي ځواکونه جوړوي او بله دا چې د تره ګرو او مجرمانو د سزاګانو یقینی کولو او د ګواهانو او ججانو د امنیت یقینی کولو لپاره هم دوی یو ځانګړی قانون جوړوي.


په ګورنر هاوس پېښور کې خبري کنفرانس ته میا نواز شریف وویل چې تر دې دمه په پاکستان کې د ترهګرۍ د مقابلی لپاره یوه روزل شوې اداره هم نشته او دوی په ټولو صوبو کې د تره ګرۍ پر وړاندې د ځانګړیو ځواکونو جوړولو کار پیل کړی دی((دا وخت په ټول هیواد کې د تره ګرۍ مقابلې کولو لپاره په هیواد دننه په یو ځای کې هم روزل شوی ځواک نشته، او د ټولو سره په دې خبرې اترې شوې دي چې دلته موږ ته د تره ګرۍ د مقابلې لپاره د یو خصوصي ځواک ضرورت دی او زر تر زره دې دغه خصوصي ځواک جوړ کړل شی،دا فیصلې اوس اوس شوې دي او د دې فیصلو روستو موږ دلته تاسو ته راغلي یو، او دا کار په هره صوبه کې روان دی))

وزیر اعظم میا نواز سریف زیاته کړه چې دوی تره ګرو او مجرمانو ته د سزا یقیني کولو لپاره او د ججانو او ګواهانو خوندیتوب ډاډمنولو لپاره هم پر یو خصوصي قانون کار پیل کړی دی((د ټول هیواد لپاره موږ یو خصوصي قانون جوړوو او هغه قانون جوړولو ته موږ نزدې یو او څو ورځو کې به ستاسي په وړاندې راشي، ولې چې ډیر لوی لوی مجرمان عدالتونو ته راځي او هغوی ته ضمانتونه میلاوېږی، او دا یو حقیقت دی چې موږ ته یې منل په کار دی او ویل کېږی چې ثبوت نشته او ګواه نشته او فیصلې نه کېږی، او دلته کې دا هم حالات دی چې ججان هم له فیصلو کولو وېرېږي او ګواهان هم د ګواهي ورکولو وېرېږي))


د حکېم الله مسود د تازه څرګندونو په باب د خبریالانو د یوې پوښتنې په ځواب کې میا نوازشریف وویل چې حکومت د وسلوالو سره د مذاکراتو کولو په خبره کې سنجیده دی او ځکه حکومت په ټول ګوندیزه غونډه کې مذاکراتو ته لومړیتوب ورکړی وو او حکومت هم دا ګڼي چې ډرون بریدونه د هیواد د خپلواکۍ پر ضد دي- خو وزیر اعظم میا نوازشریف د حکېم الله مسود د ډرون بریدونو د بندولو په لړ کې څه دریځ ښکاره نه کړو او د وړاندی په رنګ یې د ډرون بریدونو په لړ کې د پاکستان د خارجه دفتر او د پاکستان د پارلیمان هغه زوړ دریځ تکرار کړو چې ډرون بریدونه د هیواد د خپلواکۍ پر ضد دي-
XS
SM
MD
LG