د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې د چاودنې تصویرونه

د بلوچستان د سر ښار کوټې په لیاقت بازار کې چاودنه شوې، چې دېرشو تنو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده. چاودنه د زیارت پر ماځیګر په لیاقت بازار کې د سيټي پولیسو تاڼې مخې ته شوې، چې د چارواکو او عيني شاهدانو په خبره څلور تنه وژل شوي او پنځویشت نور ټپیان شوي دي. لیاقت بازار د کوټې تر ټولو لویه تجارتي سیمه ده، چې په هر وخت او هر موسم کې ګڼه ګوڼه وي او خلک سوداوې اخلي. خو اوس چې د اختر ورځې دي، نو د اختر د تياريو لپاره د ښځو او ماشومانو په شمول ډېری وګړي د سودا خیستلو لپاره ورځي. د چاودنې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې قبول کړی نه دی.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG