د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملالې د اروپا تر ټولو غوره سخاروف جایزه یووړه


ملالې د اروپا تر ټولو غوره سخاروف جایزه یووړه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:34 0:00

ملالې د اروپا تر ټولو غوره سخاروف جایزه یووړه

د اروپايي پارلمان غړي جوزف داول وايي، ملاله د ټولو ځوانانو لپاره د ننګ څلی چې دوی ترې د جرات الهام اخلي، هغه لکه یوه ډیوه، تیارې لارې رڼوي. “

د تعلیم جهاني مبارزه ملالهیوسفزۍ د اروپايي پارلمان د ۲۰۱۳م کال په سخاروف جایزه ونازول شوه.


د اروپايي پارلمان لپاره د برتانیا لبرال ګوند غړي سر ګراهام واټسن چې ملاله یې د فکري ازادي سخاروف جایزې لپاره نومولې وه، په برسلز کې د مشال راډيو خبریال ریکرډ یوزوېک ته وویل،

” ما ملاله ونوموله، ځکه چې هغه یو داسې څه لري چې ډېر یې راهڅولي دي، هغه د نجونو تعلیمي حق غوښتنه ده. موږ ته ملالې غوندې ګن خلک په کار دي، چې په یوه داسې ټولنه کې د ښځو تعلیمي حقونو لپاره رااوچتېږي، چې د هغوی له زدکړو انکا کېږي. “

سر ګراهام واټسن زیاته کړه چې ملالې ته جایزه ورکول، نه یوازې هغې ته ارزښت ورکول دی، بلکې په پاکستاني ټولنه کې هغو خلکو ته ورپه یادول دي چې د ښځو له تعلیمه انکار د نړۍ پراخې برخې ته د منلو نه دی.

په دې اړه، د اروپايي پارلمان غړي جوزف داول، چې د یورپ ولسي ګوند مشر دی، وویل،” ملاله د ټولو ځوانانو لپاره د ننګ څلی چې دوی ترې د جرات الهام اخلي. “ ده زیاته کړه، ”هغه لکه یوه ډیوه، تیارې لارې رڼوي. “


د سخاروف په نوم دا معتبره جایزه له ۱۹۸۸ کال راهیسې د روسي ساینس پوه اندرۍ سخاروف په ویاړ هغو افرادو او سازمانونو ته چې د بشري آزادیو لپاره مبارزه کوي، ورکول کیږی.

د سخاروف جایزه تر دې مخکې په جنوبي افریقا کې د ازادۍ مبارز نېلسن منډیلا ، په میانمار کې د بشري حقونو مدافع اونګ سان سوچي او د ملګرو ملتو پخواني عمومي منشي کوفي عنان ته هم ورکړل شوې ده.

د سخاروف جایزه لږترلږه ۶۵ زره ډالره مادي ارزښت لري او د بشري حقونو په برخه کې د اروپايي اتحادیې د تر ټولومعتبرو جایزو ګڼل کیږي .

ملاله یوسفزۍ د نوبل د سولې جایزې ته هم کاندید شوې ده .

ټاکل شوې چې د سولې لپاره د نوبل نړیواله جایزه سبا اعلان شي.

ملاله شپاړس کلنه ده او په خپله سیمه سوات کې د نجونو د تعلیم او د ښځو د ازادۍ لپاره د خپلې مبارزې په اړه مشال راډیو ته وویل: طالبان د نجونو تعلیم نه غواړي او زه بې شکه د دې خلاف یم چې د نجونو د تعلیم مخنیوی وشي. زه غواړم چې هره ماشومه ښوونځي ته ولاړه شي. دا د هغوی حق دی چې خپل فکر څرګند کړي.

ملالې یوسفزۍ د نجونو د تعلیم اود ښځو د حقونو لپاره خپله مبارزه د لنډو یاداشتونو په لیکلو پیل کړه.

ملاله د ۲۰۱۲م کال د اکتوبر پر نهمه نېټه له ښوونځي و کور ته پر لاره وسله والو طالبانو پر سر په ګولۍ وویشتله چې نړیوال شهرت یې ورکړ.

ملاله یوسفزۍ اوس په نړۍ کې دښځو د تعلیم لپاره د مبارزې د یوه سمبول په توګه پيژندل کیږي.
XS
SM
MD
LG