د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قربانۍ څرمنې د ترهګرۍ لپاره کارول کېږي


د مذهبي چارو صوبايي وزیر وویل، که په ریښتیا څوک د اسلام په نامه د قربانۍ څرمنی راټولوي او د هغې پانګه د تره ګرۍ لپاره کاروي نو دوی یې غندنه کوي.

پېښور: بېګا ماښام د خېبر پښتونخوا د اسمبلۍ په غونډه کې د عوامي نېشنل ګوند پارلماني مشر سردارحسین بابک له حکومته غوښتنه وکړه چې په راروان لوی اختر کې د قربانۍ څرمنو لپاره دې حکومت د څارنې یوه تګلاره جوړه کړي ځکه چې د تېر په شان سږ کال هم د وسلوالو ځینو تنظیمونو د قرباني څارویو څرمنو راټولولو لپاره خپلې هلې ځلې تندې کړې دي او پکار ده حکومت د دې مخه ونیسي.


د اسمبلۍ غونډې ته پخپله وینا کې سردار حسین بابک وویل(( سپیکر صیب اندیښنه داده چې هم دا چندې دي هم دا څرمنې دي چې دا هم هغه تنظیمونو ته ځي چې دلته روزنې کوي او دلته د امن امان حالات خرابوي، زه ده حکومت پام دې خبری ته راګرځول غواړم چې د دې خلاف پکار ده عملي قدمونه پورته کړل شي او چې په دیوالونو یې د قرباني څرمنو راټولولو لپاره لیکنې شوې دي او د دې لپاره یې لټریچر هم خپور کړی دی او تش په نامه ادارې یې د دې لپاره پرانستلې دي نو پکار دا ده حکومت د دوی په ضد کاروايي وکړي او د دې د مخنیوي اقدامات وکړي))

خو د دې په ځواب کې د اسمبلۍ غونډې ته پخپله وینا کې د مذهبي چارو صوبايي وزیر حاجي حبیب الرحمان وویل چې د اپوزیشن ځینې ملګري د خپلې نظریط او فکر د پرمختګ لپاره دا رقم ټکي راپورته کوي خو د مذهبي چارو صوبايي وزیر حاجی حبیب الرحمان دا هم وویل چې که په ریښتیا څوک د اسلام په نوم د قربانۍ څرمنی راټولوي او د هغې مالي پانګه د تره ګرۍ لپاره کاروي نو دوی یې غندنه کوي-

نوموړي د اسمبلۍ غونډې وروسته مشال ریډیو ته وویل(( بابک دوی نظریاتي خلک ديی، دا سیکولر خلک دي او چې کله هم دوی ته موقع میلاوېږي، نو دوی د خپلې سیکولر ایجنډی لپاره یوه موقع هم نه ضایع کوي، خو چې کوم خلک د اسلام په جامه کې تره ګري کوي نو دا زموږ هم دښمنان دي، دا ده مسلمانانو هم دښمنان دي او دا د پاکستان هم دښمنان دی))


بلی خواته د اسمبلۍ په غونډه کې د عوامي نېشنل ګوند د سوات د سیمی نه د اسمبلی غړی جعفر شاه له حکومته غوښتنه وکړه چې په بازارونو کې د ماشومانو د لوبو د ټوپکو او نورو د لوبو د جنګي سامانونو کاروبار زیات شوی دی چې له وجې یې د ماشومانو په نفسیاتو بد اغیز پرېوځي او پکارده حکومت پرې بندیز ولګوي(( د ماشومانو د ساعتېري لپاره د بازۍ او لوبو وسلې لکه کلاشنکوفونه، ټوپکې او چړې او چاکوان دا په مارکېټ کې ازاد خرڅېږي، په ټوله صوبه کې ماشومانو ته د ساعتېري نورې کیلونې نشته، او د دې له لاسه د ماشومانو سوچ د تشدد اړخ ته ځي، نو زما له حکومته دا غوښتنه کړیده چې د دې لپاره دې مناسب قانون سازي وشي چې په دې موږ بندیز ولګوو))

هم په دی موضوع د اسمبلۍ غونډې ته پخپله وینا کې د عوامي نېشنل ګوند سردار حسین بابک وویل(( پر ځای د دې چې د لوبو ټوپک جوړوی، تمانچې جوړوی، توپونه جوړوی، نو موږ له هغه کارخانه دارو دا غوښتنه کوو چې قلم دې جوړ کړي، کتاب دې جوړ کړي، ډایري دې جوړه کړي یا د لوبو چې نور کوم سامانونه دي هغه دې جوړ کړي))

خو د پاکستان تحریک انصاف سره تعلق لرونکي صوبايي وزیر یوسف ایوب د اسمبلۍ غونډې ته پخپله وینا کې وویل چې هغه هم دا مني چې د لوبو جنګي سامانونه د ماشومانو پر نفسیاتو بد اغیز کوي، خو حکومت پرې ځکه بندیز نه شي لګولی، ولې چې د د لوبو جنګي سامانونه زیاتره په ګاونډي هیواد چېن کې جوړېږي او په پټه پاکستان ته راځي.
XS
SM
MD
LG