د لاسرسي ځای

تازه خبر

دوستم له ټولو زیانمن شويو افغانانو بښنه غوښتې


د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون وایي، د هغو کسانو لخوا چې په تیرو کورنیو جګړو کې ښکیل و، یوازې بخښنه غوښتل، عدالت نشي تامینولای.


د ملي جنبش ګوند مشر جنرال عبدالرشید دوستم پرون د دوشنبې په ورځ د یوې اعلامېې په خپرولو سره له ټولو هغو کسانو بخښنه غوښتې چې په تیرو دوو لسیزو کې د جګړو پر مهال زیانمن شوي وو.

د دې سازمان ویاند رفیع اله بیدار نن مشال راډیوته وویل، چې دا د ځواب ویلو د فرهنګ د پیدا کولو لپاره یو ښه اقدام دی.

دوستم چې په کورنیو جګړو کې یو له ښکیلو کسانو څخه دي، دغه راز د افغانستان په جګړې کې پر ټولو ښکیلو کسانو غږ و کړ، چې له خلکو بخښنه و غواړي.

نوموړی د ولسمشرۍ ریاست د راتلونکو انتخاباتو لپاره د کاندید ډاکټر اشرف غني احمدزي لومړۍ مرستیال ټاکل شوی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG