د لاسرسي ځای

تازه خبر

اورکزو اجنسۍ: د پولیټیکل پر ګاړي برید یو تن ژوبل


په اورکزو اجنسۍ کې چارواکي وايي، چې د پولیټیکل اجنټ پر ګاړي په برید کې د لیویر یو عسکر ژوبل شوی دی.


دغه پیښه نن د زیارت په ورځ قریبا لس نیمې بجې په اتمان خیلو سیمه کې هغه وخت رامینځته شوه کله چې انتظامي چارواکي محمود اسلم له اخیلو سیمې د فیروزخیلو هیډ کواټر پر لور روان وو.
د نوم نه ښودلو پر شرط د انتظامیې یو اعلا چارواکی مشال ریډیو ته وویل چې پولټیکل اجنټ له دغه برید څخه روغ رمټ وتلی دی او اوس په محفوظ مقام کې دی خو زیاتوی چې په برید کې د لیویز یو اهلکار سخت زخمي شوي دی.
له سیمې راپورونه وايي، چې بریدګر په تېښته بریالي شویدي.

یاده دې وي چې په ۲۰۱۲ م کال کې هم په اورکزو کې د خیبر پښتونخوا صوبې پخوانی ګورنر بریسټر محمود کوثر اجنسۍ هلته د خپلې دورې پر مهال د وسله والو تر برید لاندې راغلی وو چې کې ۱۲ کسان زخمیان شوي ول.
اورکزو اجنسۍ له خیبر اجنسۍ او کورمې اجنسۍ سره ګډه پوله لري چېرته چې یو شمېر وسله والې ډلې فعالیتونه کوي.

په اورکزو اجنسۍ کې د وسله وال طالبانو پر خلاف په ۲۰۱۰ کال کې پوځي اپریشن شروع شوی وو چې لا هم دوام لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG