د بلوچستان په سرحدي ښار چمن کې له دوستي دروازې سره نزدې چاودنه شوې، چې پکې د چارواکو په خبره څلور تنه وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي.
د چمن لیویز یو چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط مشال راډیو ته وویل،
په وژل شويوکې يو د ملیشه ځواکونو غړی او درې عام وګړي دي.
دا چاؤدنه چې نن یعنې د چارشنبې په ورځ غرمه څه کم يوه بجه شوې مسوولیت یې هېڅ یوې وسله والې ډلې نه دی قبول کړی.