د لاسرسي ځای

تازه خبر

بغداد کې یاغیانو هېلي کاپټر راغورځولی


عراقي چارواکي وايي، د بغداد په شمال کې د یاغیانو خلاف د عملیاتو پرمهال وسله والو یو پوځي هېلي کاپټر ویشتلی او غورځولی دی. د چارواکو په وینا په هېلي کاپټر کې موجود دوه عراقي پوځیان او دوه د عملې کسان وژل شوي دي.


دې هېلي کاپټر نن تیکریت ښار ته نزدې له وسله والو سره د نښتو په وخت ځمکني ځواکونو ته هوايي ملاتړ ورکاوه.

دغه ښار له بغداده د شمال په لور ۸۰ کلومیټره لرې پروت دی.

دا نښتې د هغه ورستنیو پوځي عملیاتو برخه ده چې په سني میشتو سیمو کې د یاغیانو خلاف اعلان شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG