د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان مالیې وزارت کارمندانو ته د ماسترۍ پروګرام


د افغانستان مالیې وزارت چارواکي وايي، افغان امریکايي پوهنتون به د دې وزارت لسګونو کارکوونکو ته د ماسټرۍ په پرخه کي د لوړو زده کړو زمینه برابره کړي.


د مالیې وزیر حضرت عمر زاخیلوال نن په کابل کي خبریالانو ته وویل، چي افغان امریکايي پوهنتون به په دوو کلونو کي د مالیې وزارت 60 تنه کارکوونکي په مالي او اداري برخه کي و روزي.

“په دې ډول یوه اوږدمهال اړیکه جوړیږي، چي مالیې وزارت د وړتیاوو د لوړولو لپاره ګټه ځنې اخیستی شي او هم په کابل کي امریکايي پوهنتون چي خپل محصلین د تجربې لپاره مالیې وزارت ته راولیږي.”

د نوموړي په خبره د ماسټرۍ د دې دورې لګښت د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې له خوا ورکول کیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG