د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د کراچۍ عملیات دې د ترهګرو خلاف وغځول شي"


د عوامي نېشنل ګوند د سیند صوبې مشر سېنېټر شاهي سید
د عوامي نېشنل ګوند د سیند صوبې مشر سېنېټر شاهي سید

الیکشن کې چې به موږ د کراچۍ په یو حجره کې غونډه وکړه نو بله ورځ به د حجرې مالک ته پرچۍ ورغله چې ۱۵ لاکه جرمانه راکړه ځکه په حجره کې دې نېشنلیانو غونډه کړېده

کراچۍ : د عوامي نېشنل ګوند د سیند صوبې مشر سېنېټر شاهي سید ویلي دي په کراچۍ کې که یوې خوا ته د امنیتي ځواکونو لخوا عملیات روان دي نو بلخوا په دغه ښار کې د دوی د کارکنان د وژنې لړۍ هم روانه ده.


د ګل (دوشنې په ماښام) په مردان کور کراچۍ کې خبري غونډې ته په وینا کې نوموړي له حکومته غوښتنه وکړه چې سیند حکومت دې په کراچۍ کې د نورو جرایم پیشه عناصرو ترڅنګ د روانو عملیاتو لمن په ښار کې د پښتنو په سیمو کې مېشتو وسله والو او ترهګرو ډلو ته هم پراخه کړي.

((موږ مخکې هم د اپریشن مطالبه کوله او اوس هم د روان اپریشن حمایت کوو خو له دې اپریشنه تراوسه موږ ته راپیښ هغه ګواښونه نه دي ختم شوي، چې د ښار په بېلا بېلو برخو کې زموږ د ګوند کسان ورسره مخامخ دي. د کراچۍ د پښتنو په سیمو سهراب ګوټ، منګوپیر او کراچۍ په مشرقي برخه کې د پښتنو اکثریت دی او دغلته عوامي نېشنل ګوند هم ډېر پلویان لري، تېر ځل موږ ګوند له دغو سیمو دوه چوکۍ ګټلې وې خو اوس په دغو علاقو کې د دوه وسله والو ډلو ترمنځ نښتې کیږي، ایا زموږ امنیتي ادارو ته په سیمه کې د دوی د موجودګۍ پته نشته؟ ))

نوموړي وویل په سیند صوبه کې دوه میاشتې وروسته بلدیاتي ټاکنې راروانې دي خو نن هم د ټولټاکنو د وخت په څېر د دوی عهدیداران د کراچۍ په هره برخه کې له خپلو کورنو څخه نشي راوتلای ځکه چې وسله والو پر هغوی بریدونه کوي او د کلنګ پرچۍ ورته ورلیږي.

((نورې پارټۍ لګیا دي خپلې جلسې جلوسونه او نورې ګوندي هلې ځلې کوي خو موږ داسې نه شو کولای، تر الیکشن مخکې به چې موږ د کراچۍ په کومه حجره کې کارنر میټنګ وکړو نو په دویمه ورځ به د حجرې مالک ته پرچۍ واستول شوه چې ۱۵ لاکه جرمانه راکړه ځکه چې ستا په حجره کې نېشنلیانو میټنګ کړی دی، تېره هفته زما د تره زوی ووژل شو، زموږ د ګوند جنرل سکریټري کور ته د قلنګ نه ورکولو په سر بم کېښودل شو، موږ دغه ټولې د ټلیفون نمبرې هم امنیتي چارواکو ته ورکړي دي خو تراوسه هېڅ نه کیږي او نه شوي دي، د دې مطلب دا دی چې وسله وال زموږ له امنیتي ځواکونه هم ډېرې قوي دي))

سېنېټر شاهي سید زیاته کړه له یوې خوا د دوی د ګوند غړي او مشران له سختو حالاتو سره مخامخ دي او بلې خوا د کورنیو چارو مرکزي وزیر چودري نثار ددوي د ګوند مشرانو ته ورکړل شوې سیکورټي بیرته اخیستې ده چې له امله یې ترهګرو ته د دوی دګوند پلویانو وژنه اسانه شوې ده.

یاده دې وي له تېرو څو هفتو راهسې په کراچۍ ښار کې هدفي عملیات دوام لري. پولیس چارواکي وایي د دغو عملیاتو په ترڅ کې د سیاسي او وسله والو ډلو خواوشاه ۲۵۰۰ زره کسان نیول شوي دي. او دغه سلسله لا هم دوام لري.
XS
SM
MD
LG