د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولې یوازې پښتانه مري؟


د پېښور کیسه خوانۍ بازار چاودنې مړي خاورو ته سپارل کېږي. ۲۹/۰۹/۲۰۱۳
د پېښور کیسه خوانۍ بازار چاودنې مړي خاورو ته سپارل کېږي. ۲۹/۰۹/۲۰۱۳

تاجرانو په کیسه خوانۍ بازار کې په یو لاریون کې پر حکومت او امنیتي ادارو نیوکې کړېدي چې ایا دا بدلون دی چې په یوه اونۍ کې دری چاودنې وشوې.

پېښور: د پېښور کیسه خوانۍ کې د یکشنبې (اتوار پر ورځ) له چاودنې وروستو د پېښې په ځای کې امدادي کاروایانې دوام لري، د ښار تاجرانو د چاودنې پر دویمه ورځ په احتجاج کې خپل دوکانونه تړلي دي.

په پېښور کې د کيسه خوانۍ بازار خېبر بازار، اندر شېر او یو شمېر نور لویو کاروباري مرکزونو کې دوکانونه تړلي دي.

تاجرانو په کیسه خوانۍ بازار کې په یو لاریون کې پر حکومت او امنیتي ادارو نیوکې کړېدي چې ایا دا بدلون دی چې په یوه اونۍ کې دری چاودنې وشوې.

تاجرانو له حکومته د تحفظ غوښتنه وکړه او وايي، که صوبايي حکومت ورته تحفظ نشي ورکولای نو بیا دې حکومت پریږدي.

د کیسه خوانۍ په تړل شوی بازار کې د تاجرانو لاریون په مسګران څلور لاره کې پای ته ورسیدو او په پای کې د تاجرانو غونډې ته په خپله وینا کې یو تاجر مشر مجیب الرحمان پر امنیتي ادارو نیوکې وکړې چې څه رنګ له بارودو ډک ګاړی کیسه خوانۍ بازار ته ننوتلو:

(( دوه نیم سوه کلو ګرامه بارودی مواد کیسه خوانۍ ته راننوځي، نو پولیس واله چېرې لاړل او استخباراتي ادارو واله چېرې لاړل؟ ایجنسیانو واله او کمشنر دې ته تکړه دی چې نن خطره ده، ته په دفتر کې ناست یې او وای خطره ده، چې تاته معلومه ده نو هغه ونیسه کنه، ته خو ما ته خبرداری راکوې چې مه را اوځه او خطره ده، دوه نیم سوه کلوګرامه بارود چې راغلي دي نو دې کې مکمل د پېښور او د دې صوبې اجنسیانې او پولیس واله شامل دي))

د پښتونخوا د تاجرانو د رابطه کمیټئ عمومي سیکرېټر شوکت علي د تاجرانو لاریون ته پخپله وینا کې پر موجوده صوبايي حکومت نیوکې وکړې چې د امنیت لپاره یې هیڅ ګامونه نه دي پورته کړي:

((زه طالبانو پسې ور شم او که حکومت ته ورشم، زما د بچو به څوک تپوس کوي؟ وزیر اعلا صیب! ته لا وایې، چې زه بدلون راولم، ایا هغه بدلون دا دی چې په یوه اونۍ کې درې چاودنې وشوې، مشران له حکومته په دې چاودنه کې د تاجرانو د شوي زیان ازاله یا جبرانولو لپاره د شلو کروړو روپو غوښتنه کوي او زه د مشرانو د دې غوښتنې حمایت کومه خو په ذاتی ډول زه د تاجرانو او د دې ښار د ولس لپاره یواځې امن غواړم))

په کیسه خوانۍ بازار کې یو څو نورو تاجرانو او دوکاندارانو له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې تر دې دمه هېڅ یو لوړپوړي حکومتي چارواکي یا وزیر د کیسه خوانۍ دوره هم نه ده کړې او د دې تپوس یې نه دی کړی: په دې لړ کې د ملک میر الهیم مشال ریډیو ته وویل:

((نن د پېښور وینه دومره ارزانه شوه چې مړو او زخمیانو ته به دوه یا درې لکه روپۍ ورکړل شي، افسوس په دې خبره دی چې تر دې دمه کیسه خوانۍ بازار ته یو لوړپوړی چارواکی هم نه دی راغلی، ولې دا کیسه خوانۍ د پېښور برخه نه ده او پېښور د پاکستان برخه نه ده؟ چودهری نثار ته پکار وه چې میا نوازشریف نه وو نو هغه به دلته راغلی وای))

د کیسه خوانۍ یو بل دکاندار محمد عامر ساپي مشال راډیو ته وویل:

((زما په فکر دا دوکانونه به تر درو څلور ورځو خلاص نشي، او که خلاص هم شی نو دې بازار کې به دومره ویره ترهه وي چې څوک به نه راځي، دا ټول جنګ زموږ د پښتنو په منطقو کې دی او د پښتنو په ځایونو کې دا ټول جنګونه دي او د نورو خلکو په ځایونو کې دا نشته، له نننه شپږ کاله وړاندې په پنجاب کې یو معمولي غوندې چاودنه شوې وه نو شهباز شریف ویلي وو چې دا د فرنټیئر کارونه دي، ایا د چاودنو د پیداوار واله هم موږ یو او مړه کېږو به هم موږ او د اسلام ټېکه به یواځې زموږ وي، ټول دکانداران د دې له لاسه تباه شو او مالي او ځاني دواړه تاوانونه یې وکړل او څوک یې د تپوس واله نشته))

د کیسه خوانۍ بازار کې یو کنډکپر دوکان
د کیسه خوانۍ بازار کې یو کنډکپر دوکان


د کیسه خوانۍ په چاودنه کې یو کنډکپر دوکان
د کیسه خوانۍ په چاودنه کې یو کنډکپر دوکان


د کیسه خوانۍ بازار کې د چاودنې یو ژوبله ماشومه.۲۹/۰۹/۲۰۱۳
د کیسه خوانۍ بازار کې د چاودنې یو ژوبله ماشومه.۲۹/۰۹/۲۰۱۳
XS
SM
MD
LG