د لاسرسي ځای

تازه خبر

د من موهن سنګ او نواز شریف لیدنه


نیویارک: د هند وزیر اعظم من موهن سنګ له خپل پاکستاني سیال نواز شریف سره روغبړ کوي. ۲۹/۰۹/۲۰۱۳
نیویارک: د هند وزیر اعظم من موهن سنګ له خپل پاکستاني سیال نواز شریف سره روغبړ کوي. ۲۹/۰۹/۲۰۱۳

د ورځپاڼې په خبره، د نواز شريف او من موهن سنګ دغې ملاقات د دواړو هېوادونو د اړيکو ښه کولو په لړ کې کومې هيلې نه دي پيدا کړي.

سرچینه: نیویارک ټایمز ورځپانه

ژباړه: هارون باچا مشال راډيو


له امريکا خپرېدونکې د نيويارک ټايمز ورځپاڼې په يوه راپور کې راغلي، د پاکستان او هند وزيراعظمانو د اتوار پر ورځ په نيويارک ښار کې په يوه رسمي ليدنه کې د کشمير په لانجمنه سيمه کې د تاوتريخوالي د له مينځه وړلو ژمنې وکړې.


د ورځپاڼې په خبره، د نواز شريف او من موهن سنګ دغې ملاقات د دواړو هېوادونو د اړيکو ښه کولو په لړ کې کومې هيلې نه دي پيدا کړي.

د ورځپاڼې له ليکنې سره سم، دواړو مشرانو، په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د خپلې ليدنې پر مهال يو بل ته لاس ورکړل او په مخونو يې موسکا وه، په ذهنونو کې يې د دواړو هېوادونو تر مينځ د راپورته شوي نوي تاوتريخوالي خبرې ګرځېدې.

ورځپاڼه زياتوي، د تېرو دوو مياشتو پر مهال د هند او پاکستان پوځي سرتېرو د کشمير په لانجمنه سيمه کې پر يو بل توپونه وچلول، چې په نتيجه کې يې د دواړو خواوو اته پوځيان ووژل شول. همدا حملې دي چې د يادو دواړو هېوادونو ډپلوماټېکې اړيکې يې خړ پړ کړې دي.

د هند تر انتظام لاندې کشمير کې يوې جنګې ډلې د تېر زيارت پر ورځ د دې هېواد د پوځ پر يوه قيام ګاه بريد وکړ او ۱۰ تنه يې ووژل.

ورځپاڼې د قامي امنيت په چارو کې د هندي حکومت د سلاکار شيوشنکر مینن خبره راخيستې چې ويلي يې دي، نواز شريف او من موهن سنګ د نيويارک په خپله ليدنه کې پر دې سلا شوي چې په کشمير کې رامخ ته شوی نوی تاوتريخوالی به له مينځه وړي.

ورځپاڼه کاږي، که څه هم ياد دواړه مشران، په ذاتي توګه، د هند او پاکستان د اړيکو نورمل کولو پلويان دي، خو د دواړو هېوادونو په پوځي او سياسي مشرتابه کې سخت دريځه سوچ لرونکې عناصر يې دغسې کولو ته نه پرېږدي.

د ورځپاڼې په راپور کې دغه راز ويل شوي، د من موهن سنګ پارټي د راتلونکي کال په لومړيو کې د هغو هندو پارټيو پر ضد چې د پاکستان پر وړاندې د سخت اقدام غوښتونکي دي، عامو انتخاباتو ته راوځي.

همدا لامل دی چې د هند وزيراعظم د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په خپله وينا کې د پاکستان يادونه په جنوبي آسيا کې ترهګرو ته د پناه ورکونکي يوه هېواد په توګه وکړه.

د پاکستان وزيراعظم نواز شريف بيا يادې غونډې ته په وينا کې د هند پر وړاندې نرمه لهجه وکاروله او و يې ويل چې حکومت يې له هند سره د سولې غوښتونکی دی.

ورځپاڼې د نواز شريف او من موهن سنګ د ليدنې په اړه د امريکايي ليکوال سټيفن پي کوهن، چې د هند او پاکستان پر کړکېچونو اړيکو يې کتاب ليکلی، خبره راخيستې چې وايي، دواړو مشرانو و نه شو کړای پر هغو موضوعاتو چې د دغو ګاونډيو هېوادونو تر مينځ د روانې شخړې سبب شوي، زړورې خبرې وکړي.

نيويارک ټايمز ليکي، هندي چارواکي له تېرو څو کلونو راهيسې له پاکستانه غواړي چې د لشکر طيبه او د دې د مشر، حافظ محمد سعيد پر ضد، چې د پاکستان په لاهور ښار کې ژوند کوي، اقدام وکړي.

د هند په حکومت کې د قامي امنيت له پاره سلاکار ښاغلي مينن يادې ورځپاڼې ته ويلي چې، نواز شريف پر ممبۍ ښار د ۲۰۰۸ م کال د حملو د عاملينو پر ضد د کار روايۍ کولو ژمنه ورسره کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG