د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني کې لس تنه وسله وال وژلي


افغان امنيتي چارواکي ادعا کوي، چې نن د دوشنبې پر ورځ يې د غزني په دوو ولسواليو مقر او خوګياڼيو کې د طالب وسله والو پر ضد عمليات کړي دي، چې پکې د لسو تنو وسله والو د وژلو او د دريو تنو نورو د ټپي کولو ادعا کوي.


دوی وايي، عمليات افغان او بهرنيو سرتېرو په شريکه کړي دي.

په غزني کې د ملي اردو د درېيمې لوا وياند نظيف سلطاني وايي، له ګډو ځواکونو سره دغه عمليات د مقر په کوه بند او د خوګياڼيو په واسکټ کلي کې شوي دي. دی وايي، په مقر کې اووه او په خوګياڼيو کې بيا درې تنه وسله وال وژل شوي دي.

"دغه عملياتو مو له بهرنيو سرتېرو سره په ګډه کړي دي، چې پر مهال يې په مقر کې اووه تنه طالبان وژل شوي دي، په وژلو شويو طالبانو کې د شاه محمود په نامه د وسله والو يو قومندان هم شامل دی. او د خوګياڼو ولسوالۍ په واسکټ کلي کې بيا د عملياتو له امله درې تنه وسله وال وژل شوي او درې نور ژوبل دي."

طالبانو ل تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

يوه اوونې وړاندې هم په مقر کې د طالبانو او پوليسو تر منځ نښته شوې وه، چې پکې چارواکيو د اوو تنو طالبانو د وژلو ادعا کول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG