د لاسرسي ځای

تازه خبر

قصه خوانۍ چاودنه: د یوې کورنۍ ۱۵ غړي وژل شوي دي


د قصه خوانۍ په دې پېښه کې ۱۵ داسې کسان وژل شوي دي چې د یوه کلي دي.

دا کسان د مټې مغل خېلو شبقدر اوسېدونکي دي.

په دوی کې ۱۳ د یوې کورنۍ غړي دي.

د دې کورنۍ غړي سرتاج په ژړغوني غږ مشال راډیو ته وویل چې په دې پېښه کې د ده خویندې، مور، ښځه، ترور زوی، ورور او دوه زامن وژل شوي دي.

سرتاج وژل او و یې ویل: ((یو مې د ترور زوی دی، یو مې ورور دی. حماد مې زوی دی او جنید مې زوی دی، دا ټول مړي دي.))

دی وايي، د ده د ورور واده وو او د کورنۍ غړي پېښور ته ورغلي ول چې خپل خپلوان واده ته وروغواړي.

سرتاج وژړل او زیاته یې کړه چې د حماد عمر نهه کاله وو.

د کورنۍ یوه بل غړي وویل دی نه پوهېږي چې څومره کسان وژل شوي دي.

د مټې مغل خېلو کلي یو قبر کنونکی چې بهادر نومېږي وویل، لومړی ورته وویل شول ۱۲ کسان وژل شوي دي. بیا ورته وویل شول چې ۱۵ کسان وژل شوي دي.

ده وویل، د قبرونو په کنلو (کیندلو) ستړی شوی دی.

دی زیاتوي، نه پوهېږي چې نور به څومره مړي کلي ته ور وړل شي.

تر اوسه د قصه خوانۍ د پېښې پړه چا نه ده منلې.

د یادونې وړ ده چې په تېره شا و خوا یوه اوونۍ کې دا درېیم ځل دی چې په پېښور کې چاودنې کېږي چې په کې ګڼ کسان وژل شوي او ژوبل دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG