د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور چاودنې: د وژل شویو شمېر ۳۸ شو


د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې په شویو چاودنو کې د وژل شویو شمېر ۳۸ ته رسېدلی دی.

د پېښور لېډي ریډنګ روغتون ویاند سید جمیل شاه له مشال راډیو سره د خبرو پر وخت ویلي چې په پېښه کې د وژل شویو شمېر ۳۸ دی او ۹۱ ژوبل دي.

دی وايي، په ژوبلو کې د اتو روغتیايي وضع خرابه ده.

جمیل شاه وايي، په دې پېښه کې یو سوزوکي موټر هم ویجاړ شو چې په کې د واده وینا کولو له پاره ورغلې یوه کورنۍ وه.

دی زیاتوي، په وژل شویو کې شپږ ښځې او ۳۱ سړي دي.

د پاکستان تحریک انصاف له خوا د قامي اسمبلۍ غړې عایشه ګلالۍ له مشال راډيو سره د خبرو پر وخت وویل، یوازې او یوازې خبرې اترې د سختدریځۍ او نا امنۍ د مسلې حل دی.

نوموړې وویل، یو شمېر ډلې سرګرمې شوې دي چې په پاکستان کې امن ته تاوان ورساوه.

لېډي ریډنګ روغتون ته ورغلیو کسانو وویل، دوی امن غواړي. یوې ښځې په بیا بیا د امن غږ کاوه او ویل یې چې که حکومت امنیت نه شي ټینګولای نو استعفا دې ورکړي.

دې زیاته کړه چې په پښتونخوا کې ډېرې غیرتي ښځې شته دي چې مسلې حل کولای شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG