د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، هیواد یې د بهرنیو ځواکونو وتلو ته چمتو دی.
زلمي رسول د ملګرو ملتو عمومي غونډې ته د جمعې په ورځ په خپلو خبرو کې د ترهګرۍ او سختدريځۍ د ګواښ خبرداری هم ورکړو. ده وویل، په افغانستان کې د دريو لسیزو له شخړو وروسته اوس جمهوريت شته او حکومتي ادارې هم د جمهوريت په خدمت کې کارونه مخې ته وړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر بیا څرګنده کړه چې هغه انتقالي مرحله چې په دوه زره لومړي کال کې د طالبانو له پرزولو سره پیل شوه اوس بشپړیدو ته نږدې شوې ده.
زلمي رسول د افغانستان د پوځیانو او پولیسوپراختیا ته اشاره وکړه او ویې ویل چې دغه ځواکونه دې ته تیار دي چې له مهال ویش سره سم د دوه زره څوارلسم کال تر پایه بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي.
زلمي رسول زیاته کړه چې حکومت یې همداراز له طالبانو سره د سولې او پخلاینې پر هڅو کار کوي.