د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرزي له چیني مشرانو سره ولیدل


د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د جمعې په ورځ په پیکنګ کي د چین له صدر شي جین پینګ او د دي هیواد له وزيراعظم لیي کیکیانګ سره جلا جلا ملاقاتونه وکړل.

د افغان ولسمشر وياند ايمل فيضي پر دی اړه پرون مشال راډیو ته وويل، چین له امریکا او نورو هیوادونو سره د افغانستان د ستراتیژیکي او امنیتي همکاریو د تړونونو ملاتړ کوي.
د افغان ولسمشر د دفتر لخوا پرون په جاري شوی خبر پاڼه کې راغلي دي د دواړه خواؤ مشرانو د افغانستان، چین او پاکستان ترمنځ د درې اړخیزې ناستې پر دوام باندې چې تراوسه یې دوه غونډې جوړې شوې دي، د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه والي په خاطر، ټینګار وکړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG