د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان نه غواړي افغانستان کې لاسوهنه وکړي، نواز


د پاکستان وزير اعظم يو ځل بيا ويلي دي چې هیواد به يي د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله نه کوي او افغانان د خپل هیواد راتلونکی بايد پخپله وټاکي.

نواز شریف له هند سره د اړیکو په ښه کولو هم زیات ټینګار وکړو.

د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو جرګې ته په وینا کي وزيرعظم نواز شریف وويل پاکستان په افغانستان کي د افغانانو په مشرۍ د سولې او پخلاینې عمل ملاتړ کوي:

((د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي ته ما ډاډ ورکړی چې پاکستان نه غواړي د افغانستان په کورنیو چارو کی لاس و وهي او نه هم د کومې خاصې ډلې ملاتړ کوو. په حقیقت کي موږ جدي هیله لرو چې افغانان به د خپل ستر هیواد د سولې، سوکالۍ او پراختیا له پاره په خپلو کي متحد شي.))

د پاکستان وزير اعظم د هند په اړه وویل، پاکستان او هند پر اټومي سیالۍ باندې قيمتي وسايل لګولي او ښه به وای چې دا وسايل دواړو هیوادونو د خپلو خلکو د سوکالۍ له پاره مصرف کړي واي.

تمه ده چې نواز شریف به د اتوار پر ورځ به له هندي وزير اعظم من موهن سېنګ سره وګوري.

نواز شريف پر امريکا ټينګار وکړ چې په پاکستان کې ډرون بريدونه ودروي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG