د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې زلزله ځپلي مرستې غواړي


بلوچستان: په اوران کې له زلزلې ورانې شوې یوې کنډواله ودانۍ مخې ته یو سپینږی کس تېرېږي. ۲۵/۰۹/۲۰۱۳
بلوچستان: په اوران کې له زلزلې ورانې شوې یوې کنډواله ودانۍ مخې ته یو سپینږی کس تېرېږي. ۲۵/۰۹/۲۰۱۳

اوران کې د امدادي کارونو څارونکي مېجر جنرل ثمريز سالک پر هېلي کوپټر چې د امدادي هلو ځلو جاج یې اخیستو راکټي برید شوی دی خو هغوی دواړه روغ رمټ دي.

د بلوچستان په ګڼو جنوبي برخو کې د سیپټېمبر پر ۲۴مه نېټه له راغلې زلزلې د مړیو او ژوبلو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي، تر دا مهاله د رارسېدلو راپورونو له مخې د مړیو شمېره ۳۵۲ تنه او د ژوبل تنان ۶۱۹ ته رسېدلي دي.

د بلوچستان یوه لرې پرته سیمه اواران له زلزلې تر ټولو زیات ځپل شوی دی. د دغه صوبې نورې ګڼې لرې پرتې سیمې هم زلزلې ورانې کړي دي، خو لا یې هم په اړه کره مالومات نه دي تر لاسه شوي. د پاکستان سرکاري ټي وي وايي، په همدې سیمه کې د هېواد افتونو سمبالونکې قامي ادارې (اېن ډي ايم اې) پر مشر مېجر جنرل سعيد عليم او د زلزله ځپلو سيمو د امدادي کارونو څارونکي مېجر جنرل ثمريز سالک پر يوه هېلي کوپټر چې د امدادي هلو ځلو جاج یې اخیستو راکټي برید شوی دی خو هغوی دواړه روغ رمټ دي.

بلخوا په زلزله ځپلو سیمو کې یو شمېر خبریالانو، سماجي کارکنانو له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، چې ګڼ کورونه وران شوي، خلک تر شنه اسمان لاندې ژوند کوي او لا هم سرکاري او د یا نورو خېرییه ادارو مرستو ته سترګه پر لار دي.

له خلکو سره د مرستې، په سیمه کې د ځاني او مالي زیان مالومولو لپاره پرون پر چارشنبه په کوټه کې د پاکستان افتونو سمبالونکې قامي ادارې مشر مېجر جنرل سعيد عليم خبر یالانو ته وويل، چې په بلوچستان کې د زلزلې راغلې تباهۍ د کره کتنې لپاره يې د پاکستان خلايي ادارې سپارکو او د هوايي ځواکونو ادارې ته ويلي دي چې د سټلایټ په مرسته به د ځپل شوو سيمو تازه تصويرونه وباسي.

هغه وويل که څه هم بهرنيو هیوادونو ورته د مرستو پيشکش کړی دی خو دوی جوګه دي چې له زلزله ځپلو سره په ملکي کچه مرستې وکړي.

د راپورونو له مخې امریکا تيره شپه زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره پاکستان ته په سرکاري توګه پيشکش هم کړی دی.

د مشال راډیو له خبریال مجید بابر سره په خبرو کې د زلزلې له تباهي ښکار آواران ضلعې مقامي خبر یال شبير احمد وویل، وړمه شپه(سیپټېمبر ۲۴مه) د ډیپتي کمیشنر دفتر مخې ته له افتونو سره د مبارزې صوبايي ادارې يو څو امداي ګاډۍ راغلې وې خو د ده په خبره په لرو پرتو سیمو لکه جچکور، مالار، بغدادې ته لا مرستې نه دي رسېدلې.

همدا خبره د آواران ضلعې یو بل اوسېدونکی ميرل هم کوي چې، په زلزله کې یې یو وراراه او يو تره وژل شوي دي، ټول کور یې راپرېوتلی دی، د کور ټول سامانونه یې تر خارو لاندې دي، دومره څه نه لري چې خپل ماشومان سوري ته کړي، نه د څکلو اوبه شته او نه خواراک شته.

د آوارن بلاتي کلي يو بل اوسيدونکي ریاض احمد وايي چې راغلې زلزلې یې د کلي له ۱۰ نه تر پینځلسو پورې کسان وژلي دي، دوکانونه ټول پرېوتي دي، هېڅ نه ملاوېږي، کورونه مو هم پريوتي دي او بل پيسې هم نشته.

بلوچستان: د خاران په یوه روغتون کې د زلزلې ژوبل کسان
بلوچستان: د خاران په یوه روغتون کې د زلزلې ژوبل کسان


اوران کې د یوه کنډکپر کور ماشومان او مېرمنې
اوران کې د یوه کنډکپر کور ماشومان او مېرمنې


بلوچستان: اوران کې یو کنډکبر کور چې زلزلې وران کړی دی
بلوچستان: اوران کې یو کنډکبر کور چې زلزلې وران کړی دی
XS
SM
MD
LG