د لاسرسي ځای

تازه خبر

له ۲۰۱۴م پس افغانستان کې ترهګري زیاتېدای شي


د روس ولسمشر ولادمیر پوټین د ګډ امنیتي تړون سازمان سرمشریزې ته وینا کوي. ۲۳ سیپټېمبر ۲۰۱۳م کال
د روس ولسمشر ولادمیر پوټین د ګډ امنیتي تړون سازمان سرمشریزې ته وینا کوي. ۲۳ سیپټېمبر ۲۰۱۳م کال

پوټین "له افغانستانه د ترهګرۍ او نشيي توکو د ورپیښو ګواښونو مخنیوي او له افغانستان سره د تاجکستان پولې ساتلو لپاره ګامونه اوچتول په کار دي"

د روسيي ولسمشر وايي، له بده مرغه داسې دلایل شته چې ښيي له ۲۰۱۴م کال وروسته کله چې ناټو ځواکونه له افغانستان څخه وځي، په دغه هېواد کې به ترهګرې کړنې او د نشيي توکو کرهڼه او ګورېزي (قاچاق) زیاته شي.


ولادمیر پوټین چې په دوشنبه یې په سوچي ښار کې د ګډ امنیتي تړون سازمان سرمشریزې ته وینا کوله وویل په افغانستان کې فعالو سخت دریځو سر له اوسه ګاونډیو هیوادونو او منځنۍ اسیا ته د خپلو فعالیتونو غځولو هڅې پیل کړي دي.

هغه وویل، د ګډ امنیتي تړون سازمان غړي هېوادونه به له افغانستانه د ترهګرۍ او نشيي توکو د ورپیښو ګواښونو د مخنیوي او په دې برخه کې له افغانستان سره د تاجکستان پولې ساتلو لپاره ګامونه واخلي:

"موږ باید په دغه هېواد کې د هر ډول بدلون د رامنځته کیدو په اړه حیران نه شو. همدې ته په پام سره هېله من یم چې نن به موږ د تاجکستان او افغانستان د پولې ساتلو او د هغې امنیت ټینګولو په اړه خبرې وکړو."

ولادمیر پوتین وویل، له دې پرته چې د ۲۰۱۴م کال وروستیو کې له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته هلته څه پېښېږي د ګډ امنیتي تړون سازمان غړي هیوادونه باید له افغانستانه د ورپیښو خطرونو سره د مقابلې لپاره اقدامات وکړي.

د روسيې په مشرۍ د ګډ امنیتي تړون په سازمان کې تاجکستان، قزاقستان، قرغزستان، ارمنستان او بیلاروس غړیتوب لري.

د روسيې او تاجک چارواکو په وینا د روان م کال په لومړۍ نیمايي کې يې له افغانستانه قاچاق شوي څه له پاسه درې نیم ټنه نشیي توکي نیولي دي.

په عین حال کې اترتاس خبري اژانس د روسيي د مخدرموادو د کنټرول فډرالي ادارې د مشر ویکتور ایوانوف په حواله وايي چې؛ په افغانستان کې د اپیمو په تولید کې څلویښت فیصده زیاتوالۍ راغلی او د هغه په وینا په دغه هیواد کې د نشیي موادو پر ضد د روانې مبارزې ارزونه ښيي چې دې هڅو یوازې نړیوال غولولي او هېڅ نتیجه يې نه ده ورکړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG