د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبایلي ځوانان وايي دپرمختګ لارې تړلې پاتې دي



د قبايلي سيمو ذدکونکي وايي چې د پاکستان وزيراعظم میا نوازشريف لخوا د اعلان کړل شويو شپږو فلاحي منصوبو کې د دوی لپاره هيڅ ځانګړې منصوبه نشته. دوی وايي قبايلي سيمې د هيواد د نورو برخو پرتله له جنګونو زياتيې اغيزمنې شوي، خو ذدکونکو ته یې اسانتياوې نه دي ورکړل شوي. د خيبر ايجنسۍ د باړې تحصيل يو ذدکونکی مسلم خان اپريدی وايي ،په قبايلي سيمو کې د سواد شرح دوه فيصده ده ، نو د دغو منصوبو نه د قبايلي سيمو ذدکونکو ته هيڅ ګټه نه رسيږي.

(( وزيراعظم په خپله وينا کې د قبايلي سيمو ذکر نه هم دی کړی. د فاټا اولس د ترهګرۍ نه تر ټولو زياته متاثره شوې. د دغو سيمو تعليمي معيار هم ډير خراب شوی دی.))

همداراز د مومند ايجنسۍ شبقدر ډګری کالج يو ذدکونکي محمد ذيشان مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې د دغو فلاحي منصوبو نه د قبايلي سيمو ذدکونکي بې خبره دي، د ده په وينا کوشش به کوي چې له دغو منصوبو نه فايده پورته کړي. ذيشان زياتوي :

(( موږ به لومړی ځان خبروو چې د دغو منصوبو نه څنګه فايده پورته کړو. موږ تمه لرو چې دغه سيکمونه به قبايلي سيمو ته راورسيږي ځکه چې پخوا د دغه شان منصوبو نه موږ بې برخي پاتي شوی يو.))

وزيراعظم په خپله وينا کې د وروسته پاتو سيمو دځوانانو لپاره د حکومت لخوا د فيس ورکولو سره سره د لوړو ذدکړو لپاره په تعليمي ادارو کې د داخلي اعلان هم کړی دی، په پيښور کې د قبايلي چارو کارپوه عقيل يوسفزی وايي ، د دغو منصوبو ګټه به د هيواد لويو ښارونو ذدکونکو ته رسيږي، نه چې د قبایلي سيمو:

((د قبايلي سيمو خلک اورپکو او پوځ ته پرېښودل شوي دي، او د دغو سيمو زياتره خلک بې کوره دي، او د هغوی د تعليم شرح ډيره کمه ده. د دغو سيمو نه بې کوره شويو کورنيو زياتره ماشومان د تعليم نه بې برخې پاتي شوي دي، او حکومت د دوی سره هيڅ قسمه مرسته نه کوي.))

کارپو عقيل يوسفزيي زياته کړه چې د پاکستان پخوانيو او موجوده حکومت قبايلي سيمو سره ښه چلند نه دی کړی. خو د فاټا سيکرټريټ وياند فضل الله له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې د وزيراعظم اعلان د ځانګړو سيمو لپاره نه بلکي د ټولو لپاره دی. دفضل الله په وينا په قبايلي سيمو کې يې يو شمير تعليمي منصوبې شورو کړي دي. خو بلخوا کارپوهان او د قبايلي سيمو ذدکونکو په دي اند دي چې د دغو سيمو په نامه اربونه ډالر امداد حکومت ترلاسه کوي، نو پکار ده چې د تعليم په څانګه کې زياته توجو ورکړل شی.
XS
SM
MD
LG