د ناټو مشر اندرې فوغ راسموسین وايي، پر شام د عملیاتو د ترسره کولو له پاره دې فیصله پر ځای وساتل شي. نوموړي چې د زیارت په ورځ یې په برسلز کې خبرې کولې د روسیې او امریکې ترمنځ د هغه تړون هرکلی يې وکړ چې ترمخه به یې د شام کېمیاوي وسلې له منځه ویوړل شي.
خو نوموړي زیاته کړه د حالاتو د سمون له پاره اړینه ده چې د عملیاتو د ترسره کولو لاره دې هم په خپل حال وساتل شي.
راسموسین وویل، هغه په دې خبره کې هېڅ شک نه لري چې د تیر اګست په یویشتمه نیټه د دمشق په مضافاتو کې په ترسره شویو کېمیاوي بریدونو کې به د بشار ال اسد د رژیم لاس نه وي، په دغه حمله کې څوارلس سوه کسان وژل شوي وو.
خو بشارال اسد فاکس نیوز ته په مرکه کې ویلي ددغو بریدونو ترشا دوی لاس نه لري خو چمتووالی یې ښکاره کړی چې خپلې کېمیاوي وسلې له منځه ویسي.