د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایراني سیاسي بندیانو د پرېښودو هرکلی


ایران: د بشري حقونو وکيله نسرين سوتودې
ایران: د بشري حقونو وکيله نسرين سوتودې

د بخښني نړيوال سازمان امنېسټي انټرنېشل په شمول يو شمير د بشري حقونو لپاره کارکاونکو ډلو د ايراني چارواکو لخوا د بشري حقونو لپاره د وتلې وکيلې نسرين سوتودې او د سیاستوال محسن امين زاده په ګډون د ۱۲و نورو سیاسي قيدیانو له زندانه د خوشې کولو هر کلی کړی دی.


یاد شوی کسان له دې امله په جیلونو کې وو چې د چارواکو په وینا ایران ته یې امنيتي ګواښونه ورڅېرمه کول. په ايران کی عموما د بشري حقونو لپاره په کارکونکو او سیاسي مخاليفينو دا تور لګول کيږي.

دا په داسی حال کي ده چې د ايران نوی منتخب ولس مشر حسن روحاني به د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ په کلنۍ غونډه کې د برخې اخیستو لپاره راروانه اونۍ نيو يارک ته سفر کوي.

د امنېسټي انټرنېشنل د منځنی ختيز او شمالي افريقي لپاره مشرې ميرمن حسيبه سحرويي د ايراني چارواکو لخوا د دغو قيدیانو د خوشي کولو هرکلي کړي دي .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG