د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حسینه شېرجان نه ستړې کېدونکې هلې ځلې


د حسینه شېرجان نه ستړې کېدونکې هلې ځلې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:21 0:00

حسینه شېرجان هغه څوک ده، چې د افغان مېرمنو لپاره یې ګټور کارونه ترسره کړي دي؛ دې تل فکر کاوه، داسې کار باید وکړي، چې د افغان مېرمنو لپاره د کار زمینه برابره شي څو دوی له دې لارې یو څه عاید هم ترلاسه کړي. نو په ۲۰۰۴م کال کې یې د بومي په نامه د نساجي او خیاطي یوه فابریکه پرانیستله. مېرمن شېرجان د بومي د تولیداتو د خرڅلاو لپاره یو نندارتون هم جوړ کړی دی. له دې سره سره حسینه شېرجان د معارف په برخه کې هم ډېر فعالیتونه ترسره کړي دي؛ دې په ۲۰۰۳م کال کې د لوړ عمر لرونکو لپاره یوشمېر ښوونځي پرانیستل. مېرمن شېرجان د دغو ښوونځیو د تړل کېدو د مخنیوي لپاره ډېرې هڅې کړي؛ له دولتي او غیر دولتي او د مدني ټولنو له غړو سره یې هم غونډې نیولي دي. حسینه شېرجان یوه تکړه لیکواله هم ده او د افغانستان د وضعیت په اړه یې د Toughing it Out in Afghanistan په نامه یو کتاب هم لیکلی دی. مېرمن شېرجان له اصلي افغاني موسیقي سره هم ډېره مینه لري په فارغ وخت کې یې ډېر خوښیږي، چې رباب وغږوي. دا د افغانستان له مشهور رباب غږونکي (استاد غلام حسین) څخه رباب زده کوي.

XS
SM
MD
LG