د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سیپټېمبر پای کې م.م د شام پر پرېکړهلیک رایه اخلي


د فرانس ولسمشر فرانسوا اولاند وايي کېدائ شي د شام په اړه د ملګروملتونو پر پرېکړه لیک د روانې اونۍ ترپایه رایې واخیستل شي.


اولاند پرون په یکشنبه له ټي اف ون TF1 ټیليویژن سره په نېغ خبرېدونکو خبرو کې وویل، د شام د کیمیاوي وسلو له مینځه وړلو په اړه د روس او امریکا ترمنځ د خالي ورځې موافقه دا کړکېچ نه شي هوارولی:

(د دې موافقې په اړه باید څه ډول فکر وکړو؟ زه فکر کوم چې دا تړوون یو مهم ګام و، خو د پای ټکی نه و.)

د فرانس ولسمشر وویل چې د شام د پراخ کړکېچ، سفارتي او سیاسي حل ممکن دی خو ده زیاته کړه، په هغه صورت کې که شام له خپلو ژمنو سره سم عمل ونه کړي نو پوځي ګام لاهم باید د یوه انتخاب په توګه پرځای پاتې وي.

ټاکل شوې چې فرانسوا اولاند نن پر دوشنبه د برتانیا او امریکا د بهرنیو چارو له وزیرانو، ویلیم هېګ او جان کېري سره د شام په اړه خبرې وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG