د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرزي د انتخاباتي شکایتونو د اوریدنې کمېټه وټاکله


ولسمشر حامد کرزي د انتخاباتي شکایتونو د اوریدو د کمیسیون پنځه غړي وټاکل.

د وزیرانو شورا د دارالانشا او د چارو ادارې نن په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې وویل ، چې د شکایتونو د کمیسیون غړي د هغو پينځلسو کسانو له ډلې څخه ټاکل شوې چې څو ورځې مخکې د غوراوي د کمیټې لخوا ولسمشر ته معرفي شول.

په دوی کې عبدالستار سعادت، ریدا عظیمي، نادر محسني، عزیزالله آریافر او پیغمبر قل دوغن شامل دي.

د خبرپاڼې له مخې د اکسان باید په خپلې لومړنۍ غونډه کې د یاد کمیسیون رییس، مرستیال او منشي و ټاکي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG